د مصر تازه نښتو کې ۵۰ کسان وژل شوي

د مصر پلازمېنه قاهره کې د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او د پولیسو ترمنځ اخ و ډب کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر نور ټپیان دي.
دا نښتې د اسراییلو او عربو د جګړې څلوېښتمې تلین د لمانځلو پر ورځ شوي.
قاهره کې د اخوان المسلمین ګوند تر ۲۰۰ ډېر غړي نیول شوي، چې ویل کېږي، په همدې ښار کې ډېر کسان وژل شوي هم دي.
پولیسو د محمد مرسي پر پلویانو اوښلن غاز کارولی او ډزې یې ورباندې کړې دي.
دغو لاریون کوونکو غوښتل، چې د قاهرې تحریر میدان ته ننوځي.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، په شخصي او د پولیسو په جامو کې پولیسو د محمد مرسي پلویان تعقیب کړي او له هغوی سره یې ډېر زور زیاتی کړی دی.
د مصر شبرالخیمة او مانیال کې هم د نښتو خبر ورکړل شوی.
خو د قاهرې په مرفه جاردن سیټي کې لاریون کوونکو د اوښلن غاز او ډزو له کبله د نیل سېند ته ځانونه رسولي، خو پولیسو هغو ان تر نیول کېدا پورې نه دي پرېښي.
د محمد مرسي پلویانو اعلان کړی و، چې دغه کال به په پراخو لاریونونو د پوځي کودتا د غندلو په موخه لمانځي.





د اخوان المسلمین ګوند سیاسي څانګې ازادۍ او عدالت ګوند د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د انقلاب مشران سیاسي او جنايي مجرمین بللي، چې په وینا یې په لوی لاس یې سوله ییز لاریون کوونکي په ډزو وژلي دي.
د یکشنبې په ورځ د اسراییلو او عربو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د جګړې په مناسبت مصر کې رخصتي وه.
د اکتوبر یا (تشرین) جګړه په اسراییلو کې د یوم کیپور جګړې په نامه یادېږي.








