د مصري پوځي استخباراتو پر مرکز برید شوی

د مصر سیناء کې د پوځي استخباراتو پر یوه مرکز موټر بم چاودنه شوې ده.
د مصر حکومتي تلوېزیون ویلي، چاودنې لږترلږه څلور کسان ،ژلي دي.
په دې چاودنه کې، چې د غزې تراډې له پولې سره نژدې رفح ته څېرمه شوې، لږترلږه لس کسان ټپیان شوي.
دا پېښه وروسته تر هغه شوې، چې سیناء کې د پوځ عملیاتو لږترلږه نهه سخت دریځي اسلامپالي وژلي دي.
په تېر جولای کې د محمد مرسي تر لیرې او نیول کېدا وروسته، د مصر سیناء کې د سخت دریځو اسلامپالو بریدونه ډېر شوي دي.
بله چاودنه
عیني شاهدانو ویلي، د استخباراتو پر مرکز تر چاودنې وروسته، د پوځي تلاشۍ پوستې ته نژدې یوه بله چاودنه وشوه.
سیناء کې نژدې هره ورځ پر امنیتي کسانو چاودنې کېږي.
دا چاودنې وروسته تر هغو ډېرې شوې، چې د مصر پوځ هلته خپل عملیات وغځول.
پوځي جنګي الوتکو د سپتمبر پر اوومه د وسلو، ګاډو او ان ویل کېږي، چې د وسله والو پټن ځایونه بمبار کړي.
د وروستیو کلونو په اوږدو کې دا عملیات په سیمه کې تر ټولو لوی عملیات ګڼل شوي.
شنونکي وايي، د مرسي او اخوان المسلمین ګوند پرضد د مصري پوځ کړنو د سیناء شمال کې د اورپکو راپورته کېدو لامل شوي دي.








