محمد مرسي د ''وژنو د هڅولو'' په تور محاکمه کېږي

د مصر لوی څارنوالی لیرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي د "مظاهره کوونکو د وژلو امر ورکولو" په تور د جنايتونو ضد محکمې ته حواله کړی دی.
دغه تور د هغو اوو کسانو د مرګ په اړه دی چې په تېره دسمبر میاشت کې د ښاغلي مرسي پر ضد مظاهرو پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې وژل شوي وو.
ټاکل شوې، چې د اخوان المسلمین ګوند څوارلس تنه نور غړي به هم په همدغو تورونو محاکمه شي.
دولتي تلوېزیون ویلي، چې په دوی کې د عصام العریان او محمد البلطاقي په څېر د ګوند لوړپوړي غړي هم شامل دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د مصر لوی څارنوالی هاشم برکات د مرسي قضیه د جنایتونو ضد محکمې ته حواله کړه.
پر مرسي او څوارلسو نورو کسانو تور دی، چې تېر دسمبر کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د مظاهره کوونکو د وژنو لپاره هڅولي دي.
تر اوسه د محاکمې کره نېټه لا نه ده معلومه.
پر مرسي د ځینو افسرانو او پوځيانو د تښتونې او وژنې تور هم دی.
د مصر پوځ د تېر جولای پر درېیمه منتخب ولسمشر محمد مرسي تر پراخو مظاهرو وروسته د یوې پوځي کودتا له لارې له واکه لیرې او بندي کړ.
له هماغه وخت راهیسې محمد مرسي د خلکو له سترګو پنا پټ ساتل کېږي.
مصري چارواکو د اخوان المسلمین ګوند د مشر محمد بدیع او مرستیال مشر خیرت الشاطر او مخکني عمومي منشي مهدي عاکف په ګډون سلګونه غړي نیولي.
اخوان المسلمین او نورې ملاتړې اسلامي ډلې واک ته د محمد مرسي د بېرته رسېدو غوښتنه کوي.
تېره میاشت، د مخکني ولسمشر سلګونه پلویان هغه مهال ووژل شول، چې امنیتي ځواکونو یې قاهره او الجیزه کې د لاریون پر کمپونو له زوره کار واخیست.








