امریکا پر مصر د خپلو مرستو کمولو غور کوي

د اوباما د ادارې لوړپوړي غړي په واشنګټن کې د دې لپاره غونډه کوي، چې مصر ته په خپلو یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالره مرستو کې پر کموالي راوستو غور وکړي.
په مصر کې د وروستیو ورځو په تاوتریخوالي کې د اخوان المسلمین ګوند سلګونه ملاتړي وژل شوي دي.
امریکا خبرداری ورکړی، چې په سیاسي خبرو اترو کې د اخوان المسلمین له پامه غورځول مصر ته د دغه هېواد مرستې اغېزمنولای شي. د دغو مرستو ډېره برخه مصري پوځ ته ورکول کېږي.
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې استازي هم په دې اړه نن په خپلو کې سره غونډه وکړي. شونې ده چې په دغه غونډه کې مصر ته د ځینو مرستو د ځنډولو پرېکړه وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یوې ویاندې اېلیزابیت تروسېل وویل، دوی هڅه کوي، چې د وضعیت د ارزولو په موخه مصر ته د څارونکو استولو اجازه تر لاسه کړي:
"د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې د اخوان المسلمین ګوند سلګونه غړي نیول شوي دي. په دوی کې د ګوند ځینې مشران هم شامل دي. له نیول شویو کسانو سره باید انساني چلن وشي او له نړیوال قانون سره سم باید له ټولو قضايي اسانتیاوو برخمن وي. موږ له مصري چارواکو یو ځل بیا غوښتنه کوو، چې موږ ته اجازه راکړي، چې د کډوالو چارو ادارې کارکوونکي دغه هېواد ته واستوو چې وضعیت له نږدې و ارزوي".
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ وویل چې د مصر له پوځ سره یې ګډې پوځي مانورې لغوه کړې دي.
نوموړي دا هم ویلي وو چې "له مصر او مصریانو سره زموږ ژمنې ثابتې دي. خو اوس غاړم له مصر سره خپل اړیکي وساتم، په داسې حال کې چې خلک په واټونو کې وژل کېږي او د خلکو حقونه ترې اخیستل کېږي، زموږ مخکنۍ همکارۍ دې ته لاره نه شي هوارولی، چې د تل لپاره دوام وکړي".
تېره اونۍ د امریکا د کانګرېس ځینو غړو له مصر سره د امریکا د مالي مرستو درولو غوښتنه کړې وه.
ځینې څارونکي وايي له مصر سره د امریکا مرستې د کمپ ډیویډ تړون پر بنسټ پیل شوې، چې د امریکا، مصر او اسراییلو ترمنځ دغه تړون لاسلیک شوی و چې اوس امریکا نه غواړي له دغه تړون سرغړونه وکړي.
سعودي عربستان او اسراییل، چې د امریکا دوه ملاتړي دي، د دغو مرستو د دوام غوښتنه کوي.








