د اخوان المسلمین ۳۶ ملاتړي وژل شوي

چارواکي وايي، د اخوان المسلمین تر ۱۰۰۰ ډېر غړي نیول شوي.
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د اخوان المسلمین تر ۱۰۰۰ ډېر غړي نیول شوي.

له مصره رپوټونه وايي، چې د قاهرې اړونده یوه سیمه کې د اخوان المسلمین د نیول شویو بندیانو د لېږد پرمهال د دغه ګوند لږترلږه شپږ دېرش ملاتړي وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د ابو زعبل زندان ته د ډېرو بندیانو د لېږد پرمهال رامنځ ته شوې ده.

دغه زندان ته د لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي د شاوخوا ۶۱۲ بندیانو د لېږد چارې روانې وې.

ځینې رپوټونه وايي، یو شمېر بندیانو د تېښتې هڅه وکړه او یو ساتونکی یې یرغمل نیولی و.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د بندیانو د دې عمل پروړاندې اوښلن غاز کارولی چې پایله کې ۳۶ بندیان د ساه بندۍ له کبله مړه شوي.

د دغه وزارت یوه اعلامیه کې راغلي، ناپېژاندو برید کوونکو د بندیانو پر لېږدوونکو ګاډو برید وکړ او بندیان په نښته کې وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه قضايي چارواکي له قوله ویلي چې بندیان په لېږدووکو ګاډو کې تربت شوي او وژل شوي دي.

د مصر وروستیو ناامنیو کې، چې د ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته رامنځ ته شوي، تر ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

چارواکي وايي، د اخوان المسلمین تر ۱۰۰۰ ډېر غړي نیول شوي.

څه باندې یوه میاشت د مصر پوځ د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پرضد کودتا وکړه او هغه یې بندي کړ، پر اساسي قانون یې عمل وځنډاوه او لنډمهال ولسمشر یې وټاکه.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي پخپله لومړنۍ وینا کې وویل چې پوځ هېڅ ډول ناامني نه شي زغملی.

ښاغلي السیسي دا هم وویل چې 'مصر کې د ټولو وګړو لپاره ځای شته'.

پر همدې مهال د اخوان المسلمین ګوند له خوا د تېرې یکشنبې پر ورځ کېدونکي لاریونونه وځنډول شول.

اروپايي اتحادیې د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې دغه ټولنه به د مصر له پوځ او لنډمهالي حکومت سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او د مصر د امنيتي ځواکونو ترمنځ د وروستيو ورځو نښتو پر مهال سلګونه کسان وژل شوي دي.

د شنبې ورځې ناوخته امنيتي ځواکونو په رمسيس ډګر کې الفتح جومات د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي له پلويانو خالي کړ.

د مصر منځمهالي لومړي وزير داسې يوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې يې اخوان المسلمين په قانوني ډول لغوه شي.

د مصر موقت حکومت خپل ټول وس کاروي چې اخوان المسلمين بېرته واک ته ونه رسېږي.

منځمهالی حکومت د اعتراض کوونکو د وژلو مسووليت پر اخوان المسلمين اچوي.

د شنبې په ورځ د کورنيو چارو وزير ادعا وکړه، امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين له ۱۰۰۰ زيات غړي چې وسلې او بمونه ورسره و، نيولي دي.