د مصر حکومت د شپې ګرځبنديز نرم کړی دی
د مصر حکومت د خلکو د غوښتنې سره سم د شپې له خوا د ګرځبندیز په مقرراتو کې دوه ساعته کموالی راوستی دی.
اوس به د شپې ګرځبندیز د مصر په وخت د شپې د اوو بجو پر ځای په نهو بجو پیلیږي.
دغه ګرځبندیز په مصر کې د ولسمشر مرسي د راپرځیدو را وروسته د ناکراریو له کبله لګول شوی وو.
په دغو ناکراريو کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپيان شول چې لويه برخه يې د اخوان المسلمين پلويان وو.




