مصر کې مرسي پلویانو لاریونونه کړي

په مصر کې له واکه د لرې کړل شوي اسلام پاله ولسمشر محمد مرسي پلویانو په ټول مصر کې پراخ لاریونونه وکړل.

دا لاریونونه د امنیتي ځواکونو له خوا د سلګونو لاریون کوونکو له وژلو دوې اوونۍ وروسته کېږي.

د تېرې ورځې په لاریونونو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې شپږ لاریون کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په پلازمېنه قاهره کې په څو ځایونو کې لاریون وشو خو د مرسي پلویانو په لویو چوکونو له لاریون کولو څخه ډډه وکړه.