د مصر د کورنیو چارو وزیر له چاودنې روغ رمټ وتلی

د مصر د کورنیو چارو وزیر له یوې چاودنې روغ رمټ وتلی دی.
چاودنه د قاهرې نصر کلي کې د وزیر محمد ابراهیم کور ته څېرمه شوې ده.
ویل کېږي، چې د چاودنې هدف د وزیر په نښه کول وو.
د کورنیو چارو وزارت دا برید د وزیر د وژلو لپاره د ترهګرو ډلو کار بللی.
امنیتي سرچینې وايي، دغه موټر بم چاودنه د پنجشنبې پر ورځ د سهار لس نیمې بجې د وزیر د کور ترڅنګ وشوه.
له چاودېدونکو توکو ډک شوی ګاډی د سړک پرغاړه د وزیر کور ته نژدې درول شوی و.
حکومتي 'الاهرام' ورځپاڼې ویلي، د وزیر د موټرو کاروان په نښه شوی دی.
نصر ښار قاهره کې د اخوان المسلمین د ډېری پلویانو د اوسېدو سیمه ده.
دغه ښار کې وړاندې د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو مظاهرې کړې وې، چې د تېر اګست پر ۱۴ یې پولیسو لیکې ورماتې کړې.
د مصري پولیسو له خوا د وروستیو مظاهرو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او د اخوان المسلمین سلګونه غړي او پلویان ونیول شول.








