مصري محکمه د اخوان المسلمین منحلول غواړي

اخوان المسلمین او نورې ملاتړې اسلامي ډلې واک ته د محمد مرسي د بېرته رسېدو غوښتنه کوي.
د عکس تشریح، اخوان المسلمین او نورې ملاتړې اسلامي ډلې واک ته د محمد مرسي د بېرته رسېدو غوښتنه کوي.

په مصر کې یوې محکمې د اخوان المسلمین ګوند پر ټولو فعالیتونو بندیز ولګاوه.

په قاهره کې له دغه اداري محکمې نه غوښتل شوي چې د نادولتي سازمان په هکله د دې ګوند عریضه وڅیړي.

له هغه مهال راهیسې چې د روان کال د جولاي میاشتې په دریمه محمد مرسي له واکه لیرې کړای شو د مصر پوځ د اخوان المسلمین ګوند د غړو په ځپلو لاس پورې کړی دی.

د محمد البدیع په ګډون د اخوان المسلمین لوړرتبه غړي په ژونو او تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي په زرګونه پلویان غوښتنه کوي چې ښاغلي مرسي ته دې بېرته واک وسپارل شي.

بېړنی حالت

په دې وروستیو کې د ښاغلي مرسي د پلویانو او مخالفانو ترمنځ له نښتو وروسته بېړنی حالت دوه میاشتې وغځول شو.

دغه راز د مصر لویې څارنوالۍ لیرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي د "مظاهره کوونکو د وژلو امر ورکولو" په تور د جنايتونو ضد محکمې ته حواله کړ.

دغه تور د هغو اوو کسانو د مرګ په اړه دی چې په تېره دسمبر میاشت کې د ښاغلي مرسي پر ضد مظاهرو پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې وژل شوي وو.

پر مرسي او ۱۴ نورو کسانو تور دی، چې تېر دسمبر کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د مظاهره کوونکو د وژنو لپاره هڅولي دي.

پر مرسي د ځینو افسرانو او پوځيانو د تښتونې او وژنې تور هم دی.

د مصر پوځ د تېر جولای پر درېیمه منتخب ولسمشر محمد مرسي تر پراخو مظاهرو وروسته د یوې پوځي کودتا له لارې له واکه لیرې او بندي کړ.

له هماغه وخت راهیسې محمد مرسي د خلکو له سترګو پنا پټ ساتل کېږي.

اخوان المسلمین او نورې ملاتړې اسلامي ډلې واک ته د محمد مرسي د بېرته رسېدو غوښتنه کوي.

تېره میاشت، د مخکني ولسمشر سلګونه پلویان هغه مهال ووژل شول، چې امنیتي ځواکونو یې قاهره او الجیزه کې د لاریون پر کمپونو له زوره کار واخیست.