م م د مصر تاتریخوالی خطرناک بللی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په مصر کې روان تاوتریخوالی خطرناک بللی دی.
نوموړي په دغه هېواد کې یوځل بیا د تاوتریخوالي د څپو پر راپورته کېدو "سخته اندېښنه" ښوولې ده.
د امریکا حکومت له لاریون کوونکو د سوله ییزو لاریونونو او زغم غوښتنه کړې ده.
د بان کي مون یوه ویاند مارټن نیرسکي ویلي، په مصر کې د تېرې جمعې ورځې پېښې د دغه هېواد لپاره "ډېرې خطرناکې" دي.
د جمعې ورځې په تاوتریخوالي کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
دغه نښته د هېواد بېلابېلو سیمو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ وشوې.
د مصر بېلابېل لوی ښارونه د مخکني ولسمشر محمد مرسي تر نیول کېدا او له واکه تر لیرې کېدا وروسته د خونړیو پېښو او ولسي لاریونونو شاهدان وو.
دغه مظاهرې "د انقلاب ضد او د ولسي ملاتړ د ملي ایتلاف" له خوا رهبري کېږي، چې اسلامپالو او اخوان المسلمین ډلو یې د سمبالښت چارې پرغاړه اخیستې دي.
د بان کي مون ویاند زیاتوي، چې "عمومي منشي مصر کې د یوې شاملې سیاسي روغې جوړې غوښتنه کړې، باید بشري حقونو ته بشپړ درناوی وشي، د بندیانو له شکنجې او ځورونې لاس واخیستل شي، او واک په سوله ییز دیموکراتیک ډول د قانون په رڼا کې ولېږدول شي".
خبرداری
په قاهره کې د امریکا سفارت مصر کې خپلو وګړو ته د ډېرو نه ګرځېدو سپارښتنه او خبرداری ورکړی، او دا یې هم ویلي چې اورګاډو کې ډېر تګ-راتګ ونه کړي.
سفارت پر انټرنېټ خپرې کړې خپلې ویناپاڼې کې ویلي، چې شاید د اوونۍ شنبې او یکشنبې ورځو کې مصر کې ډېرې مظاهرې وشي.
د مصر د پوځ ټلوالې او د مرسي د لیرې کېدو مخالفینو د اکتوبر پر شپږمه د لویو مظاهرو بلنه ورکړې ده.
د "شرق اوسط" خبري اژانس د مصري امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې پوځ د سیناء شمال العریش ښار یوه فابریکه کشف کړې، چې د پولیسو او پوځ جعلي یونیفورم یې جوړاوه.
د دې سرچېنې په خبره، امنيتي ځواکونو یو هغه شپږ ویشت کلن ځوان نیولی، چې خپله فابریکه یې د جعلي پوځي یونیفورم لپاره سپارلې ده.
تېره اونۍ، په مصر کې یوې محکمې د اخوان المسلمین ګوند پر ټولو فعالیتونو بندیزولګاوه. په قاهره کې له دغه اداري محکمې نه غوښتل شوي چې د نادولتي سازمان په هکله د دې ګوند عریضه وڅېړي.








