د بولیویا الوتکې لوېدو پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

د بولیویا شمالي برخه کې یوه الوتکه لوېدلې، چې لږترلږه اته مسافر په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
الوتکه د باراني هوا پر مهال د کښېناستو پرمهال لوېدلې.
د یوه ځايي روغتون مشر ویلي، د ایروکون شرکت اړونده یوه کوچنۍ الوتکه د خرابې هوا له کبله لوېدلې ده.
دغه فیروچایلډ مترو ۲۳ ډوله الوتکه بيني ولایت د ریبرالټا هوايي ډګر کې د کوزېدا پرمهال وتلې ده.
دغه سيمه له برازیل سره ګډه پوله لري.
عیني شاهدانو ويلي، چې د الوتکې د لوېدو پرمهال سخت باران ورېده.
لوېدلې الوتکه له ټرینیډاډ څخه پورته شوې وه.

د ریبرالټا روغتون مشر جوسې لویس بیریرا ویلي، الوتکه کې ۱۸ کسان سپاره وو، چې په وینا يې "د پیلوټ او د هغه د مرستیال سربېره ۱۶ مسافر وو، له پېښې ۱۰ کسان ژوندي پاتې شوي، خو ۸ وژل شوي".
نوموړی زیاتوي "د الوتکې پیلوټ او د هغه مرستیال هم په ناوړه حالت کې دي، د اوو کسانو مړي دومره ژوبل شوي وو، چې پېژندل يې ډېر ستونزمن وو".
د بولیویا ولسمشر ایوو مورالیس د دغې پېښې د هر اړخیزې پلټنې امر کړی.
نوموړي د یاد شوي شرکت پر الوتکو د ټينګ بندیز امر هم کړی دی.








