وینزویلا ولسمشر: سنوډن پناه رانه غوښتې
د وینزویلا او نیکاراګوا حکومتونو تایید کړې چې دوی د امریکا د تښتېدلي استخباراتي څېړونکي ادوارد سنوډن له خوا د پناه اخیستو غوښتنې ترلاسه کړې دي.
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي اوس د ښاغلي سنوډن لپاره د تصمیم نیولو وخت چې ورشي.
باور دی چې ښاغلی سنوډن له تېرو دوو اونیو راهیسې د مسکو هوايي ډګر په ترانزیت سیمه کې دی.
په همدې وخت کې د فرانسې، اسپانیا، پرتګال او ایتالیا د بولویا حکومت له چارواکو سره لیدلي او روښانه کړې یې ده چې ولې یې تېره اونۍ د بولویا ولسمشر الوتکې ته اجازه ورنکړه چې فضایي حریم ته یې ننوځي.




