بلجيم کې د الوتکې لوېدو ۱۱ کسه وژلي دي
په سویلي بلجیم کې د یوې کوچنۍ الوتکې لوېدو له کبله ۱۱ کسان وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي دغه الوتکه، چې له هوا نه غوپه لګونکي/ پراشوتيان په کې ناست وو، له الوتنې لږ وروسته په هوا کې ماته شوه.
په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د لوېدلې الوتکې له پاتې شونو تور لوګي خېژي.
بلجیم کې چارواکي وايي داسې معلومیږي، چې لږ تر لږه دریو غوپه لګونکو د تېښتې هڅه کړې، ځکه چې پراشوټونه یې د الوتکې غورځېدو ځای ته نژدې په نیم پرانیستي حال کې موندل شوي دي.
د نامور سیمې، چې پېښه په کې رامنځ ته شوې، ښاروال وايي ټول هېواد یې د پېښې له کبله خواشینی دی.




