مکسیکو کې د بې درکه الوتکې لټون کېږي
د مکسیکو چارواکي وايی د هغې الوتکې په لټه کې دي چې د لږ تر لږه ۱۴ سپرلیو سره نادرکه ده.
چارواکي وايي دا وېره هم شته چې دا الوتکه به په ا ستوايي توپان کې چې د مکسیکو سواحلو ته د نږدې کېدو په حال کې دی، ایساره شوې وي.
د دې توپان له رسېدو وړاندې د باخا کالیفرنیا سور په ګډون، چېرته چې دا الوتکه لادرکه شوې، په اوه ایالتونو کې د تیارسي امر شوی دی.




