ناټو اوکرایین ته څرګنده کړه چې هره هیله یې نه پوره کېږي

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, جیمز لنډال
- دنده, د بي بي سي ديپلوماتیکو چارو خبریال
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د لیتوانیا ویلنیوس ته د ناټو سرمشریزه کې ګډون ته له ډېرو هیلو سره راغلی و.
تمه یې دا وه، چې له روسیې سره د جګړې له ختمېدو وروسته به یې هېواد د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ائیتلاف ناټو غړی او خلک به یې ډاډ ترلاسه کړي، چې بیا به هېڅکله روسي پوځونه د دوی پر خاوره تېری و نه کړي.
برعکس له ښاغلي زېلینسکي سره داسې هېڅ پخه ژمنه و نه شوه، بلکې په اسانه ژبه ورته وویل شول، چې ''د شرطونو له پوره کېدو او د غړو هېوادونو له هوکړې وروسته '' دا چاره شونې ده.
د حیرانۍ خبره نه وه چې ښاغلي زېلینسکي دا خبره 'بې مانا ' وبلله او په وینا یې دا شرطونه هم 'مبهم ' دي. دی له دې کبله هم غوسه و چې د اوکرایین ته د ناټو غړیتوب ورکولو موضوع ښايي په یو ډول له روسیې سره له جګړې وروسته خبرو کې د وسیلې په توګه هم وکارول شي.
خو کله چې بیا ښاغلي زېلینسکي له ناټو مشرانو سره مخامخ ولیدل، دیپلوماتیکې لړې کېناستې. د چارشنبې پر ورځ دوی ټولو هغه ته ډاډ ورکړ چې وضعیت بدل شوی او دا چې اوکرایین به یوه ورځ د ناټو غړی هېواد وي.
د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک وویل، اوکرایین په ناټو پورې تړاو لري. د ناټو سازمان عمومي منشي یان ستولتنبیرګ وویل، دوی پر چهارشنبه د سیالانو په حیث ولیدل، خو د متحدینو په توګه به په راتلونکي کې سره وویني.
د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا-چې د اوکرایین بنسټیز غړیتوب په تړاو یې د ناټو رسمي څرګندونو اغېز کمولو ډېره هڅه وکړه، ښاغلي زېلینسکي ته وویل، چې همداسې به کېږي. نوموړي وویل، اوکرایین پر سم لوري یون کوي.
د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وايي، له غونډې څرګنده شوه چې اوس په کلتوري توګه منل شوې چې اوکرایین ته په ناټو کې د خپلوۍ په نظر کتل کېږي. دا او داسې نورې ډېر صمیمانه څرګندونې هغه څه بلل کېږي، چې ولسمشر زېلینسکي به یې کیېف ته د لیتوانیا له سرمشریزې د ډالۍ په توګه له ځان سره وړي.
د دې تر څنګ ځینې نورې پاموړ لاسته راوړنې هم شته، د بېلګې په توګه د ناټو او اوکرایین یوې ګډې شورا رامنځته کېدل چې کیېف یې د ناټو سازمان غونډو رابللو لپاره کارولای شي. دغه راز ښايي تر ټولو مهمه د نړۍ ځینو لویو طاقتونو لخوا د نویو اوږدمهاله امنیتي تضمینونو خبره وي.
په دې لړ کې د جي سېون سازمان مشرانو هغه ژمنه خورا مهمه ده چې وايي، اوکرایین ته د ناټو سازمان غړیتوب ورکولو تر مهاله به دې هېواد سره د اقتصادي او پوځي ملاتړ د ډاډ لپاره د دوه اړخیزې همکارۍ اقدامات وکړي.
په دې کې به د دافع هوا، اوږده واټن توغندي او ان جنګي الوتکې ورکول هم شامل وي. دغه راز به نوره روزنه، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د سایبر تکنالوژۍ برخه کې همکاري هم شامله وي. ښاغلي زېلینسکي بیا دا هر څه یوه 'پاموړ امنیتي بریا ' بللې.
په دې ترڅ کې بیا د بین والس غږ ډېر همغږی نه ښکارید، چې خبریالانو ته یې ویل، اوکرایین باید د هغه څه په هکله د مننې لا زیاته رویه څرګنده کړي، چې ورکړل شوي دي. د نوموړي دا څرګندونې په ویلنیوس کې تر یوه بریده ټکان ورکوونکې محسوسې شوې.
په داسې یوه غونډه کې چې هدف یې د ناټو یو موټیوالی څرګندول و، دا خبرې په ځانګړې توګه دیپلوماتیکې نه ښکاریدې. لومړي وزیر رشي سوناک هم دا په عام محضر کې یو ډول رد کړې او ویې ویل چې اوکرایین تل مننه کړې.
کله چې له ولسمشر زېلینسکي نه د ده په خپله خبري غونډه کې په دې هکله پوښتنه وشوه، دی بیا حیران ښکاره شو او خپل دفاع وزیر ته وویل چې ښاغلي والس ته زنګ ووهي او د دې خبرې د مانا پوښتنه ترې وکړي.
دا څرګندونې ښايي د ځینو خبرونو سرلیکونه شي چې ښايي د بریتانوي حکومت او ناټو دواړو لپاره د پښېمانۍ لامل شي. خو ښاغلي والاک په دې جګړه کې ناببره پر یوه جالبه موضوع رڼا واچوله.
له تېر یوه نیم کال راهیسې په لوېدیځو پلازمېنو کې د اوکرایین ډېری غوښتنې اورېدل شوې او د پوره کولو لپاره یې اقدامات شوي دي. کیېف بیا هېڅکله نه دی ډاډه شوی، تل یې د لا نور غوښتنه کړې او بالاخره لوېدیځوالو ورسره منلي دي. په دې کې د اوږې له توغندیو نیولې تر زغره والو ګاډو پورې، بیا تر ټانکونو پورې غوښتنې شاملې دي او اوس خو ان خبره تر خوشه يي مهماتو پورې خبره ورسېده.
نو د ولسمشر زېلینسکي لپاره ښايي یوه دیپلوماتیکه اشاره وي چې په لوېدیځ کې کورنی سیاسي فشار په زیاتېدو دی او دا به یو نړیوال سیاسي چاپیریال هم رامنځته کړي، چې دی به پکې فعالیت کوي، داسې یو درس چې هر وخت هغه څه نه شې موندلای چې غواړې یې.








