ناټو اوکرایین سره د وسلو او د برېښنا کوټونو رغولو کې د مرستې ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
ناټو ژمنه وکړه چې اوکرایین ته نورې وسلې ورکوي او د انرژۍ د مهمو زېربناو رغولو کې به هم مرسته ورسره کوي.
دغو زېربناو ته د روسیې د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو بریدونو کې سخت زیان اوښتی دی. دمګړۍ میلیونونه اوکرایینیان برېښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په را رسېدو سره اوکرایین کې هوا له ورځ بلې ته په سړېدو ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بخارست کې د دغه اېتلاف د غړو ناسته کې مسکو تورن کړی چې "له ژمي د وسلې په توګه د ګټې اخیستلو هڅه کوي."
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې له ناټو غواړي چې د روسیې د بریدونو مقابلې لپاره پرمختللي دفاعي سیستمونه ورکړي.
د جینوا کنوانسیون له مخې پر ملکي اهدافو او هغو زېربناو بریدونه جنګي جرم ګنل کېدای شي، چې د ملکیانو د ژوند دوام لپاره مهم او حیاتي دي.
د اوکرایین لوی څارنوال د روانې اوونۍ پیل کې بي بي سي ته ویلي وو چې د روسیې بریدونه نسل وژنه ده. ښاغلي سټولټنبرګ سې شنبه د رومانیا پلازمېنه کې د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د پیل پر مهال وویل "روسیه د جګړې ډګر کې په ناکامېدو ده. دې ته په ځواب کې اوس پر ملکي اهدافو او ښارونو بریدونه کوي"
ناټو سې شنبه ناوخته د اوکرایین جګړې په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړه.
په دې اعلامیه کې راغلي چې روسیه اوکرایین کې پر ملکيانو او برېښناکوټونو په بریدونو سره میلیونونه کسان له بنسټیزو بشري خدماتو بې برخې کړي.
د ناټو سرمنشي وروسته د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر سره یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او هلته یې وویل: "د اوکرایین تر څنګ به تر هغې ودرېږو چې اړتیا یې وي، نه شا ته کېږو."

د عکس سرچینه، EPA
بلخوا د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو ډلې "جي ۷" عدلیې وزیرانو هم د جرمني برلین کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې اوکرایین کې د ترسره شویو مشکوکو جنګي جنایتونو په اړه همغږه څېړنې کوي.
د جرمني عدالیې وزیر مارکو بوخمن وویل "اوکرایین کې د ترسره شویو جرمونو عدلي څېړنې به کلونه او ان ښايي لسیزې وخت واخلي. خو موږ ورته چمتو یو او هر څومره وخت چې اخلي، لاس به وانخلو."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه یې پر اوکرایین د یرغل امر ورکړ، او د کرملین نور چارواکي دا نه مني چې روسي ځواکونو دې اوکرایین کې پر جنګي جنایتونو لاس پورې کړی وي.
د اوکرایین اړوند یوه جلا خبر کې د دغه هېواد لومړۍ مېرمن اولینا زېلېنسکه لندن کې د بریتانیا د پارلمان غړو ته ویلي چې هېواد یې دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني لخوا پر بریتانیا تحمیل شوې ترهې ته له ورته تجربې تېرېدونکی دی.
هغه وویل "موږ یوازې بریا ته اړتیا نه لرو، بلکې عدالت هم باید تامین شي."
د اوکرایین لومړۍ مېرمن زیاته کړه "تاسې ته د عدالت غوښتلو لپاره راغلې یم، ځکه همدا به راونه جګړه پای ته ورسوي."











