د اوکرایین لومړۍ مېرمن اولینا زیلېنسکه: موږ به هرڅه وزغمو

د ویډیو تشریح، اولینا زیلېنسکه: 'زموږ ساده شیان یادېږي'
    • Author, لیز دوسیت
    • دنده, بي بي سي

د اوکرایین لومړۍ مېرمنې اولینا زیلېنسکه بي بي سي ته ویلي، که څه هم د روسيې توغندي د برېښنا د پرچاوېدو لامل شوي، خو اوکرایین به راتلونکی سوړ ژمی وزغمي او جګړې مبارزې ته به دوام ورکړي؛ ځکه چې وايي له "بریا پرته سوله نه شي راتللی".‌

موږ په یوه لرغوني ښار کې سره ولیدل چې هلته یخنۍ چیچل کول، د واټونو پرسر څراغونه پیکه کېدل، ودانۍ ارامه او تیاره ښکارېدې؛ ځکه چې روسیې د اوکرایین د برېښنا سرچینې په نښه کړې وې.‌

د اوکرایین خلک د روسي یرغل پر وړاندې ستایل شوي.

BBC chief international correspondent Lyse Doucet and first lady of Ukraine, Olena Zelenska

اولینا زیلېنسکا په داسې حال کې چې کېیف کې ودانۍ پر کنډوالو اوښتې او د شګو بوجۍ پکې اېښودل شوې، راته وویل: "موږ دې زغملو ته چمتو یو".

دا وايي "موږ له ډېرو ننګونو سره مخامخ وو، قربانیان مو ولیدل، ډېرې ویجاړۍ مو ولیدې، د برېښنا پرچاو تر ټولو ناوړه پېښه ده".

President Volodymyr Zelensky now lives in his office on Bankova Street (left)

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې هغې وروستۍ نظر پوښتنې ته اشاره وکړه چې پکې ۹۰ سلنه اوکرایینیانو ویلي، که دوی ته اروپايي ټولنه کې ځای ورکړل شي، نو دوی چمتو دي‌چې له دوه تر دوه-دریو کلونو پورې د برېښنا پر کمښت سربېره ژوند وکړي.

دا وايي "پوهېږئ، د ځغاستې سیالۍ کې هغه وخت ځغاستل اسانه وي، چې پوهېږئ مخ کې څومره کیلومتره واټن لرئ". په دې حالت کې که اوکرایینیان پر هغه واټن نه پوهېږي چې باید دوی یې ووهي.

نوموړې زیاتوي: "کله دا خورا ستونزمن کار وي". خو ځینې احساسات شته چې موږ ته سېک راکوي.

د اوکرایین لومړۍ مېرمن په ټینګه اټکل وکړ چې ټول اوکرایینیان به له دې جګړې پیاوړي راووځي.

زموږ په دې یوه ساعته مرکه کې چې د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو پروګرام لپاره ثبت شوې، موږ په چیمیراس اوڅاره ماڼۍ کې ناست وو،‌ چې د فیلانو او نورو افسانوي مخلوقاتو مجسمې پکې جوړې شوې.

هلته ولسمشر زیلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۶مه د مشهورې وینا لپاره خپله ډله رابللې وه.

Olena Zelenska and Volodymyr Zelensky as exit polls came out indicating he had made it to the final round of the 2019 presidential election

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اولینا زیلېنسکه خپل مېړه ته ولسمشرۍ ته د نه نوماندېدو مشوره ورکړې وه

‌د روسیې تر برید یوه ورځ مخکې زیلېنسکي په یوه سیلفي وېډیو کې وویل چې روسیې "زه لومړی هدف ټاکلی یم او زما کورنۍ یې لومړی نمبر هدف ټاکلې ده".

د اوکرایین لومړۍ مېرمن په یاد نه دي چې وروستی ځل یې له خپلو بچیانو (۱۸ کلنې اولکساندرا او نهه کلن کایریلو) سره په ګډه کله ماښامنۍ خوړلې ده.

دا وايي: "زه مې له بچیانو لیرې اوسېږم او زما مېړه د کار ځای کې ژوند کوي. تر هر څه مخکې زموږ ساده څیزونه یادېږي، کېناستل، وخت ته نه کتل تر هغه چې موږ یې غواړو".

د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې ژوند او مینه له ډېر پخوا سره پیل شوې- د ښوونځي له دوران راهیسې کله چې دواړه یوه کومیډي ډله کې د تلوېزیون سټوډیو ته یوخای کار کولو ته ولاړل،‌ دی یو ټوکمار ممثل و او دا د دریځ شا ته متن لیکونکې لیکواله وه.

Olena Zelenska (right) with Nancy Pelosi, speaker of the House of Representatives, at the US Congress

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اولینا زیلېنسکه له ناسني پیلوسي سره- دا هېڅکله عمومي وینا نه خوښوي

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر کیېف د روسیې د توغندیو د پیلېدو لومړنیو ساعتونو کې اولینا زیلېنسکا له خپلو ماشومانو سره یوه پټ ځای کې څو میاشتې تېرې کړې.

هغه د سږ کال مې پر اتمه نېټه د میندو پر ورځ راڅرګنده شوه او د امریکا له لومړۍ مېرمنې جېل بایډن سره د کېیف ښار په کور د ننه بې ځایه شویو وګړو په یوه نسبتاً‌ خوندي ځای کې راښکاره شوه.

اوس هغه ډېری وخت د زوم پروګرام له لارې ویناوې کوي