زیلېنسکي د اوکرایین جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کې: د بریا لپاره هر کار کوو

د عکس سرچینه، Facebook
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي سیمې ته د سفر په لړ کې ساحلي میکولېف ښار او د تور سمندر غاړو ته تللی دی. دا له جګړې پیلېدو راهیسې له پلازمېنې کیېف نه بهر سیمې ته د هغه لومړنی سفر دی.
د ښاغلي زیلېنسکي دفتر یوه وېډیو خپره کړې چې د ښار د ویجاړو شویو استوګنځیو په کنډوالو کې له ځايي چارواکو سره جلسه کوي.
د نوموړي دفتر وايي، دوی د اقتصادي وضعیت جاج واخیست، د اوبو رسولو پر لارو چارو یې بحث وکړ او د کرنیزو توکو د خوندي کولو او کرنیز وضعیت کنټرول په برخه کې یې سپارښتنې وکړې.
د زیلېنسکي له دفتره په یوه خبرپاڼه کې د هغه له خولې ویل شوي: "له ځمکې نه سمندر ته ګواښونو ته ځانګړی پلان په نظر کې ونیول شو. موږ به د بریا لپاره هېڅ کار پرې نه ږدو".
نوموړي یوه ورځ وروسته تر هغه میکولېف ښار ته سفر وکړ چې د روسیې په هوايي برید کې د دې ښار دوه کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
چارواکي وايي، پر دې ښار روسیه وخت ناوخته بمبارۍ کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي د روسیې یو توغندی د تېلو د چاڼ پر یوه مرکز لګېدلی دی، خو د جګړې تمرکز اوس پر ختیځ ډونباس ښار ورټول دی.
تېره اونۍ اوکرایین ته د اروپايي مشرانو تر سفر وروسته سیمې ته د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن پښې هم وڅکېدې.
نوموړي یوځل بیا ژمنه وکړه له اوکرایین سره د بریتانیا ملاتړ ډاډمن کړي.
ولسمشر زیلېنسکي ویلي، د بریتانیا ملاتړ "ناموازي" دی او له بریتانیا یې دا غوښتنه ترلاسه کړې چې هرو څلورو میاشتو کې به د اوکرایین ۱۰۰۰۰ پوځیان روزي، روغتیايي کارپوهان به ورلېږي، د انټرنېټي بریدونو مخه به یې نیسي او د چاودېدونکو توکو د مخنیوي برخه کې به اوکرایینیانو ته روزنه ورکوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړي وزیر ویلي اوکرایین باید د یورووېژن سندرو د سیالۍ کوربتوب وکړي.
نوموړي د اروپا یوې خپرنۍ ته ویلي، د ۲۰۲۳ کال د یورووېژن سندرو سیالي د بریتانیا په کوربتوب ترسره کېږي، خو د سیالۍ چمتو کوونکو ویلي چې دا سیالي باید ګټونکي هېواد اوکرایین کې ترسره نه شي.
بورېس جانسن ویلي، "اوکرایینیان د یورووېژن سیالۍ ګټونکي دي... دوی یې مستحق دي او باوري یم چې دوی یې کوربتوب کولی شي. باور مې دا دی چې د اوکرایین کېیف یا کوم بل خوندي ښار کې باید ترسره شي".









