د ناټو او روسیې هوايي ځواکونو مخامختیا تصویرونه خپاره شوي
ناټو داسې تصویرونه خپاره کړي، چې د اروپا په هوا کې د دې سازمان جنګي الوتکې د روسیې هوايي ځواک له الوتکو سره خورا نژدې الوت کوي. دغه ډول ورځنۍ پېښې د روسیې او ناټو تر منځ تاوتریخوالی نور هم زیاتوي. له هغه راهیسې چې تېره فبرورۍ کې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، تاوتریخوالی پیل شوی او داسې وېره شته، چې یوه کوچنۍ تېروتنه هم دا تاوتریخوالی خورا ډېرولای شي.