پوتین: پر روسیې د لوېدیځوالو لګول شوي بندیزونه 'لیونتوب' دی

پوتین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي پوتین وايي، پر روسیې لګول شوي بندیزونه به اروپايي ټولنې ته تر ۴۰۰ میلیادرو ډالرو پورې زیان ورسوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، هغه بندیزونه چې لوېدیځوالو پر اوکرایین د روسي ځواکونو له یرغل وروسته لګولي ''بې فکره او لیونتوب '' دی. په سنټ پیټرزبرګ کې یوې غونډې ته وینا کې هغه وویل: ''د روسیې پر ضد اقتصادي کمپاین له لومړي سره د بریا فرصت نه درلود. ''نوموړي زیاته کړه، اقتصادي بندیزونه خپله هغو ته زیات ''تاواني '' دي چې لګولي یې دي.

د یادونې ده، چې لوېدیځوال هڅه کوي روسیې ته په داسې توګه سزا ورکړي چې خپل اقتصادونه یې هم زیانمن نه شي.

خو د سنټ پیټرزبرګ په کلني اقتصادي فورم کې د وینا پر مهال ښاغلي پوتین ادعا وکړه چې اروپايي ټولنې ته پر روسیې د بندیزونو له کبله تر ۴۰۰ میلیاردو امریکايي ډالرو پورې زیان اوښتی شي. نوموړي وویل، د ۲۷ هېوادونو دې ټولنه کې د انفلاسیون کچه لوړېږي او د خلکو اصلي ګټې له پامه غورځول شوې دي، خو هغه دا و نه ویل چې له دې یې هدف څه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښاغلي پوتین خپل حکومت چارواکو خبرداری ورکړی چې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو له کبله د دې هېواد اقتصاد ته جدي ستونزې راپورته شوې دي. د روسیې مرکزي بانک مشرې الویرا نبیولینا پر پنجشنبه وویل، د هېواد ناخالص تولید 'جي ډي پي ' ۱۵ سلنه د نړیوال غبرګون له کبله له خطر سره مخامخ ده. اغلې نبیولینا بیا رغېدنې ته هم ډېره هیله منه نه ښکاري او په سنټ پیټرزبرګ کې یې د استازو یوې غونډې ته وویل: ''هر چا ته څرګنده ده، چې دا به د تېر په څېر نه وي. که د تل لپاره نه وي، نو د یوه اوږده مهال لپاره بهرني شرایط بدل شوي دي. ''

د جمعې پر ورځ د روسیې یوې مهمې پور ورکوونکې ادارې سبربانک مشر خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال کچې ته د ستنېدو لپاره ښايي د روسیې اقتصاد یوه لسیزه وخت واخلي.

خو د ښاغلي پوتین په خبرو کې هیله مندي برالا وه او نوموړي له روسي کاروباریانو وغوښتل چې په هېواد کې سوداګرۍ ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي، ډېرېدونکی شمېر کاروباریان له هېواده بهر پر کاروبار پیلولو غور کوي.