بریتانیا د ولادیمیر پوتین پر لوڼو بندیزونه ولګول

پوتین

د عکس سرچینه، Alamy

بریتانیا د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر دوو لوڼو بندیزونه لګولي دي. بریتانیا اوس د هغو روسي کسانو په لیست کې چې بندیزونه پرې لګېدلي د ولادیمر پوتین د دوو لوڼو کترینا ولادیمرونا تیخونوا او ماریا ولادیمرونا ورونتسوا نومونه هم شامل کړي دي.

بریتانوي چارواکو دا بندیزونه له امریکا سره په همغږۍ لګولي چې وار له مخه یې د پوتین پر دې دواړو لوڼو بندیزونه لګولي دي.

خو د پوتین د لوڼو په هکله څومره معلومات لرو؟ په دې رپوټ کې یې په اړه لولو.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین تل د خپلې کورنۍ په اړه د پوښتنو په تړاو ډېر احتیاط کاوه.

پوتین ۲۰۱۵ کال کې په پرلپسې توګه خبري کنفرانسونو کې د خپلو لوڼو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

هغه وويل: "زما لوڼې په روسيه کې ژوند کوي او يوازې په روسيه کې يې زده کړې کړې دي، زه پرې وياړم. دوی په دريو بهرنيو ژبو روانې خبرې کوي. زه هيڅکله له هیچا سره د خپلې کورنۍ په اړه خبرې نه کوم."

پوتین زیاته کړه: "هرڅوک حق لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي، دوی په خپله خوښه ژوند کوي او په وقار او ویاړ سره ژوند کوي."

پوتين که هر څومره نه غواړي د خپلو لورانو په اړه وغږيږي یا یې نوم واخلي، خو نورو کسانو دا کار وکړ.

ماریا ولادیمرونا ورونتسوا اکاډیمک شخصیت او سوداګره ده.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، ماریا ولادیمرونا ورونتسوا اکاډیمک شخصیت او سوداګره ده.

۳۶ کلنه ماریا ویرنتسووا او ۳۵ کلنه کترینا تیخونووا د پوتین لورانې دي چې د امریکا د وروستیو بندیزونو ښکار شوې دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي:"موږ باور لرو چې د پوتین ډېرې شتمنۍ د هغه له کورنۍ غړو سره پټې دي او له همدې امله موږ پر هغوی بندیزونه لګوو."

تر دې دمه د ولسمشر پوتین د کورني ژوند په اړه لږ معلومات په رسمي توګه تایید شوي، خو اسناد، د رسنیو راپورونه او کله ناکله عامه بیانې د دې دواړو د ژوند تصویر روښانه کولو لپاره کافي دي.

دواړه د پوتین او د هغه پخوانۍ مېرمنې لیودمیلا لوڼې دي.

دې جوړې په ۱۹۸۳ کال کې واده وکړ، هغه مهال چې لیودمیلا د الوتکې خدمتګاره وه او پوتین د شوروي څارګرې ادارې کي جي بي جاسوس و.

د دوی واده ۳۰ کاله دوام وکړ، په دې وخت کې پوتین په چټکۍ سره د روسیې د سیاسي نظام په لیکو کې راڅرګند شو.

پوتین او مېرمن یې په ۲۰۱۳ کال کې سره بېل شول.

ښاغلي پوتین په دې هکله ویلي و: "دا یوه ګډه پرېکړه وه، موږ خورا کم یو بل سره وینو، موږ هر یو خپل ژوند لرو."

لیودمیلا وویل پوتین "په بشپړ ډول کار کې ډوب دی."

اغلې تیخونوا د ولسمشر لور پر ځای د ځانګړي شخصیت په توګه شهرت موندلی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اغلې تیخونوا د ولسمشر لور پر ځای د ځانګړي شخصیت په توګه شهرت موندلی

د دوی مشره لور، ماریا ویرونسووا، په ۱۹۸۵ کال کې زېږیدلې. هغې په سنټ پیټرزبرګ پوهنتون کې بیولوژي او د مسکو په دولتي پوهنتون کې طب لوستی.

هغې په ګډه د ماشومانو د ودې په اړه یو کتاب لیکلی او نوم یې د څېړونکې په توکه مسکو کې ثبت شوی دی او سوداګري هم کوي.

د بي بي سي روسيې څانګه، دا د هغه شرکت له مالکینو څخه ګڼي چې غواړي یو لوی طبي مرکز جوړ کړي.

پر اوکرايین د روسیې له یرغل وروسته، چې چا له هغې سره خبرې کړې دي، هغې د خپل پلار ملاتړ کړی دی او نړیوا ل راپورونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

ویرونسووا له هالنډي سوداګر اوریت جست فاسین سره واده کړی و، چې یو وخت یې د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت ګازپروم لپاره کار کاوه، خو دوی اوس سره جلا شوي دي.

د ماریا ویرنتسووا پرتله د هغې خور کترینا تیخونووا تر ډېره په عام محضر کې ده، ځکه هغه په نڅا کې ځانګړی استعداد لري او په ۲۰۱۳ کال یې نړیوالو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړی و.

هغې د پوتین د ملګري له زوی کریل شمالوف سره واده وکړ.

خاوند یې د روسیې په انرژي سکتور کې کار کاوه چې ویل کېږي له واده وروسته یې شتمني ډېره زیاته شوه او د امریکا لخوا بندیزونه هم پرې ولګېدل، دا جوړه هم اوس سره جلا شوې ده.

ښاغلی پوتین لمسي هم لري، خو هیڅ وخت یې نه دي ویلی چې څو تنه دي او د کومې لور اولادونه یې دي.