پوتین څوک دی او ایا تل به د روسیې ولسمشر وي؟

President Vladimir Putin, 10 Mar 20

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین له ۲۰ کلونو راهیسې د روسیې په سیاست کې مخکښ دی
    • Author, ایوا اونتایوروس
    • دنده, بي بي سي

د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو او دغه راز د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د واک غځولو په تړاو د یوې نژدې راتلونکې رایې اچونې سره - سره نوموړی په مسکو کې هغو مراسمو کې برخه اخلي چې په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسېدو په مناسبت تر سره کېږي.

۶۷ کلن پوتین د اوسنۍ واکمنۍ له دورې پای ته رسېدو وروسته د بل ځل انتخاب لپاره دریدل هم نه ردوي.

ټولپوښتنه به د نازي جرمني تسلمېدو او په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسېدو ۷۵ کلیزې مراسمو له لمانځنې یوه ورځ وروسته تر سره کېږي.

دغه مراسم د مسکو ښاروال له لوري د قرنطین نرمښت له پلان شوي پروګرامه یوه اونۍ مخکې پیل شوي نرمښت سره هممهاله پیلېږي او معترضان یې د ولسمشر د پلویتوب موندلو یوه هڅه بولي.

ولې ټولپوښتنه؟

پوتین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویلادیمیر پوتین پر ۲۰۱۱ کال له ملتپالو سره.

د روان کال په جنوری کې ولسشمر پوتین په اساسي قانون کې د یوه بدلون لپاره د ټولپوښتنې وړاندیز وکړ.

په دې لړ کې یوه مهمه پوښتنه په احتمالي توګه ولسمشر ته د شپږو نورو کلونو دورې لپاره ټاکنو ته د درېدو احتمالي اجازه ورکول دي.

ټولپوښتنه د اپریل میاشتې ۲۲ لپاره په پام کې وه، خو وروسته د کورونا وېروس د مخنیوي قرنطین له کبله د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې وځنډول شوه.

په پام کې ده، چې په ټوله روسیه کې به دغه ټولپوښتنه پنځه ورځې دوام کوي او له وبا د خوندیتوب تدبیرونه به ورسره پلي کېږي.

د پوتین پلان څه دی؟

د ۲۱ مې پېړۍ روسیې تل ویلادیمیر پوتین د لومړي کتار سړي په توګه لیدلی. نوموړي په ۱۹۹۹ کال کې د نوماند لومړي وزیر له څوکۍ را نیولې بیا تر وروستي ځل ولسمشرۍ پورې تل د حکومت په سر کې ځای درلود.

که څه هم اوس ولسمشر پوتین په راتلونکو ټاکنو کې د درېدو خبره نه ده کړې، خو دغه موضوع یې رد کړې هم نه ده. له همدې کبله پرې نیوکګر تور پورې کوي چې د ټول عمر لپاره یا لږ تر لږه تر ۲۰۳۶ پورې په واک کې پاتېدو ته لار هواروي.

واک ته رسېدل

Young Vladimir Putin in KGB uniform

د عکس سرچینه، Rex Features

د عکس تشریح، ولادیمیر پوتین په کي جي بي کې د دندې پر مهال

د سړي جګړې د پای په کلونو کې ولسمشر پوتین د هغه مهال په ختیځ جرمني کې د شوروي څارګرې ادارې (کي جي بي) د یوه مهم غړي په حیث دنده ترسره کوله چې د برلین دېوال ونړېد.

هغه مهال په راتلونکي کې د واک کړیو ته د رسېدو لپاره د ولسمشر پوتین د ژوند مهم وختونه بلل کېږي.

نوموړی خپل پلرني ښار سنټ پېترزبرګ ته له ستنېدو سملاسي وروسته چې هغه وخت لیننګراد نومېد، نوي ښاروال اناتولي سوبچاک ته له نژدې کسانو یو بلل کېده.

سوبچاک وروسته له زوال سره مخامخ شو، خو پوتین مخکې لاړ او د کي جي بي ځای ناستې ادارې (ایف ایس بي) له لارې بالاخره کریملین ته ورسېد.

وروسته د بوریس یلڅین مزاج کې پرلپسې بدلون راغی او ناڅاپه یې د ۱۹۹۹ کال ډیسمبر پر ۳۱مه استعفا اعلان کړه.

پوتین چې د بیریزوسکي او په کریمیلین کې د نورو نفوذ لرونکو له لوري په پام کې نیول شوی و، سرپرست ولسمشر وټاکل شو او د ۲۰۰۰ کال مارچ په ټاکنو کې یې د دغه مقام لپاره بریا ترلاسه کړه.

د کریملین دغه اغېزناک کسان د ولسمشر په توګه له پوتین سره خوښ وو او نوموړی وتوانېد د رسنیو کنټرول تر لاسه کړی.

Vladimir Putin rides a horse during his holiday in Southern Siberia in August 2009

د عکس سرچینه، Getty Images

د رسنیو کنټرول له نوموړي سره مرسته وکړه چې د چیچنیا له جګړې نیولې تر مسکو ترهګریزو بریدونو پورې پېښو ته د دولتي دریځ واګې په لاس کې واخلي.

دې چارې له نوموړي سره د نوې روسیې او مشر په اړه یې د تصور په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او دغه راز یې د نوې روسیې د دښمنانو ترسیمولو چاره هم په لاس ورکړه.

له هغه وروسته په ایالتونو کې روسانو یوازې هغه څه لیدل چې پوتین غوښتل دوی یې وویني. د روسیې نژدې ۳۰۰۰ ټلویزیوني چېنلونو تر ډېره بریده له سیاسي موضوعاتو ډډه کوله او یا یې د حکومت پلوي کوله.

پوتین د خپلې خوښې والیانو له ټاکلو وروسته په تدریجي ډول د ټول هېواد کنټرول ترلاسه کړ.

Retiring Russian President Boris Yeltsin shakes hands with Prime Minister and acting President Vladimir Putin.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پخواني ولسمشر بوریس یلسن له استعفا وروسته ولادیمیر پوتین سرپرست ولسمشر شو

له ۲۰۱۱ مه تر ۲۰۱۳ پورې په مسکو او ټوله روسیه کې د بولوتنایا په نامه پراخې مظاهرې وشوې چې د دیموکراتیکو اصلاحاتو او شفافو ټاکنو غوښتنه یې کوله.

له ۱۹۹۰ وروسته دا تر ټولو سترې مظاهرې وې چې روسیه یې شاهده وه.

د عرب پسرلي په څېر شاوخوا هېوادونو کې یو لړ (رنګین انقلابونه) رامنځته شول، چې د ۱۹۸۹ یاد یې تازه کاوه. پوتین دې تحریکونو ته د داسې یوې الې په توګه کتل چې له لارې یې لویدیځ حکومتونه ګواکې د روسیې ګاونډ ته ځان رسوي.

د روسیې اپوزیسیون یو مشر الیکسي نوالنې د سیاسي اصلاحاتو لپاره د مظاهرو مشري وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې اپوزیسیون یو مشر الیکسي نوالنې د سیاسي اصلاحاتو لپاره د مظاهرو مشري وکړه

د تګلارې یوه بدلون ته اړتیا وه. پوتین په ظاهره همداسې وکړل. د لنډې مودې لپاره یې د لبرال اصلاحاتو تجربه وکړه. پر اقتصاد یې د مرکز پر ځای د سیمو ډېر واک خبره وکړه او له سیاسي پلوه یې هم د مرکزیت رول کمولو یادونه وکړه.

دا هر څه په ډېر شدت سره یادېدل، خو د ګواښ له کمېدو وروسته ډېر ژر دغه پالیسي هم له پامه وغورځول شوه. له انقلاب وروسته په اوکراین کې د واک تشې پوتین ته د نیکمرغۍ یو فرصت په لاس ورکړ.

په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د زور له لارې کریمیا ترلاسه کړه، ټولې نړۍ ورته کتل او هیچا یې د مخنیوي لپاره هیڅ هم و نه شو کړای.

کریمیا د روسیې لپاره ډېره مهمه وه، خو دا یوازینې موضوع نه وه. پوتین له لسیزو راهیسې (د نژدې ګاونډ) په هغو خپلواکو هېوادونو کې چې د شوروي له ړنګېدو وروسته رامنځته شول د روسیې سیاسي نفوذ ډېرولو لپاره له لسیزو راهیسې بوخت و او د ۲۰۰۸ کال د جورجیا یا ګورجستان په کړکېچ کې یې بریا یوه بېلګه ده.

Russia's President Vladimir Putin speaks at Red Square in Moscow, on May 9, 2014, during a Victory Day parade. Thousands of Russian troops marched in Red Square to mark 69 years since victory in World War II, in a show of military might amid tensions in Ukraine following Moscow's annexation of Crimea

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کریمیا له لاندې کولو وروسته ولسمشر پوتین روسي ځواکونو ته وینا وکړه

پوتین په بهرنیو چارو کې د لوېدیځوالو له نه همغږۍ د ځان په ګټه کار واخیست.

د سوریې په جګړه کې د روسیې مداخله او د بشارالاسد حکومت پلویتوب یو لور ته د منځني ختیځ ثبات لپاره په یوه مهمه سیمه کې د یوه لوري بشپړه برلاسي ناشونې ثابته کړه او بل لور ته یې نوموړي ته د نویو تکتیکونو او وسلو ازمویلو فرصت چمتو کړ.

له بل پلوه یې یو پیغام دا هم و چې روسیه پخواني ملګري یوازې نه پرېږدي.

دروسیې نوی څار؟

Russian soldiers march next to a giant poster of the Russian President Vladimir Putin at an army barrack in Grozny, Chechnya

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چیچنیا په ګروزني د پوتین تصویر

پوتین د خپلې واکمنۍ په موده کې په بریالیتوب سره د (روسیې د ځمکو تحصیلدار) طرح را ژوندۍ کړه، د یوه داسې فیوډال مفهوم چې د روسیې پراختیا غوښتنې پالیسې تشریح کوي.

په دې تناظر کې په اسانۍ سره لیدل کېږي چې کریمیا او (نژدې ګاونډ) ولې ده ته ‌ډېر مهم د ي.

د ارکاډې اوستروسکي په ګډون ځینې روسي شنونکي په دې اند دي چې دا هر څه د نوې روسیې لپاره د نوي څار رامنځته کولو ته لار هواروي؛ یو داسې روسی مشر چې حیثیت یې د سیاسي ګوندونو له سیاسته پورته وي.

هغسې چې ویل کېږي په تېرو ټاکنو کې پوتین د یوه خپلواک کاندید په توګه ګډون وکړ.

اوسمهال په روسیه کې د پوتین حیثیت د ننګونې وړ نه دی، خو په ۲۰۲۴ کال کې چې د نوموړي څلورمه دوره پای ته ورسېږي، بیا به څه کېږي؟ هیڅوک یې وړاندوینه نه شي کولای، خو ویلادیمیر پوتین یې پلان چمتو کولای شي.