بایډن: که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، امریکا پر پوتین شخصي بندیزونه لګولای شي

Biden

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسشمر جو بایډن وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل په صورت کې پر روسي ولسمشر ولادیمر پوتین د شخصي بندیزونو په هکله غور کوي.

ښاغلی بایډن وايي، که روسیه پر خپل ګاونډي هېواد یرغل کوي، ټولې نړۍ ته به 'سخت عواقب ' ولري.

د ښاغلي بایډن دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د امریکا نورو لویدیځوالو متحدینو مخکې خبرداری ورکړی، که روسیه پر اوکرایین برید وکړي، ستره بیه به یې پرې کړي.

روسیه بیا پر امریکا او متحدینو یې د تاوتریخوالی زیاتولو تور پورې کوي او په وینا یې پر اوکرایین د یرغل پلان نه لري.

په همدې حال کې روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

کله چې په یوه خبري غونډه کې له ښاغلي بایډن پوښتنه وشوه، که روسیه پر اوکرایین یرغل کوي، ایا دی پر ولسمشر پوتین د شخصي بندیزونو په هکله غور کوي؟ نو د ولسمشر بایډن ځواب 'هو ' و.

نوموړي زیاته کړه که داسې وضعیت رامنځته شي، د ټولې نړۍ لپاره به عواقب ولري او په وینا یې 'له دویمې نړیوالې جګړې وروسته به د تر ټولو لوی یرغل ' په نظر ورته کتل کېږي.

نوموړي پر همدې موضوع د خبرو پر مهال وویل:

'موږ باید په څرګنده ووایو، چې د ناټو هېڅ یو غړی باید هېڅ اندېښنه و نه کړي...ناټو به یې دفاع ته حاضر وي. '

خو د دې تر څنګ هغه زیاته کړه، چې خپله اوکرایین ته به امریکايي پوځیان نه استول کېږي.

د اوکراییني ځواکونو تمرینات

د عکس سرچینه، AFP

روسیې بیا دې څرګندونو ته توند غبرګون څرګند کړی او تور پورې کوي چې اوکرایین کې د لویدیځو وسلو او سلاکارانو 'سیلاب ' راغلی.

ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي:

'د روسیې ساحلونو ته څېرمه د امریکايي بېړۍ شتون هېڅ دلیل نه لري. '

بل لور د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي، د امریکا حکومت د نړۍ لر او بر کې د ګازو او نفتو له وېشونکو سره خبرې کوي، چې د روسیې له لوري پر اروپا د دې توکو بندیدو په صورت کې بدیلې لارې، چارې ولټوي.

د یادونې ده، چې روسیه اوسمهال د اروپا د خامو تېلو او ګازو له دریو یوه برخه اړتیا پوره کوي.