روسیه: پر اوکرایین د برید پلان او نیت نه لرو

یک سرباز اوکراینی در مرز کشورش با روسیه نگهبانی می‌دهد.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اوکراین یو سرتېری له روسیې سره پر پوله څار کوي.

په جنېوا کې د روسیې او امریکا لوړپوړو چارواکو په لومړنۍ لیدنه کې روسي چارواکو امریکایانو ته ویلي، پر اوکرایین د برید کولو نیت نه لري.

د دوشنبې ورځې له دې اووه ساعته غونډې وروسته دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره به د خبرو لړۍ روانه وساتي.

خو له دې خبرو وروسته دې لړ کې د کوم څرګند پرمختګ نښې نه دي څرګندې شوې.

داسې باور کېږي چې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره روسي پوځیان یو ځای شوي، چې د مداخلې له وېرې سره سره یې د لوېدیځوالو له لوري غبرګونونه هم راپورته کړی.

امریکا وايي، که روسیه پر اوکرایین برید وکړي، بندیزونه به پرې ولګوي.

روسیې بیا امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د مسکو او لویدیځ مخامخېدو په صورت کې 'احتمالي خطرونه له پامه و نه غورځوي. '' د دوشنبې ورځې له غونډې وروسته د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف خبریالانو ته وویل:

''موږ خپلو همکارانو ته وویل، چې موږ پر اوکرایین د برید هېڅ پلان نه لرو او نه هم داسې کوم نیت لرو. ''

نوموړي زیاته کړه، امریکایانو ته یې وویل، چې ''د پوځونو ټول جګړیز تمرینات زموږ په خاوره کې دننه تر سره کېږي. ''

د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وینډي شرمین بیا دا خبرې ''صادقانه او روښانه '' بللې او په خبره یې د دواړو لوریو د امنیتي اندېښنو د پوهېدلو لپاره طرح شوې وې.

د داغلې شرمین په وینا دوی روسیانو ته په څرګند ډول وویل چې هر ډول مداخلې پایلې به ''د هغو پایلو او عواقبو پرتله هم له تصوره زیاتې وي، چې دوی ۲۰۱۴ کال کې ولیدل '' چې روسیې کریمیا سیمه د خپلې خاروې برخه کړه.

د دوشنبې ورځې که څه هم د امریکا د اروپايي متحدینو او اوکرایین له ګډونه پرته ترسره شوې، خو اغلې شرمین او نورو امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی، چې اوکراین، اروپا او ناټو به په هر ډول پرېکړو کې شریک وي.