د اوکراین ختیځ کې ښکېل اړخونه پر اوربند سلا شول

د عکس سرچینه، Reuters
په اوکراین کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ په مونیخ کې له هوکړې وروسته ټاکلې ده چې له څو ورځو خونړۍ جګړې وروسته په جګړه ځپلي ختیځ کې اوربند وشي.
د اوکراین ختیځ کې حکومتي ځواکونه او روس پلوه بېلتونپال وسلوال پرلپسې له اوربند سرغړوي او دا هغه څه دي چې څارونکي د نوي اوربند دوام ته هم ډېر هیله من نه دي.
تېرو ۳۰ میاشتو کې نږدې هره ورځ د جګړې کرښه کې نښتې شوې، خو د روان کال له لومړیو راهیسې دا نښتې نورې هم زیاتې شوې دي.
د اوکراین چارواکي وايي، د دې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې یې دوه سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي دي.
اوس د نوي اوربند په پیلېدلو سره ټاکلې ده، دواړه لوري په دې اونۍ کې د جګړې له لومړۍ کرښې خپلې درنې وسلې شا ته کړي.
خو یوې سرچینې چې په مونیخ امنیت غونډه کې یې ګډون درلود، بي بي سي ته ویلي، چې د تېرو ورځو خبرو کې هم د سیاسي حل لارې موندلو لپاره کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.

د عکس سرچینه، AFP








