اروپايي مشران د اوکراین د سولې په لټه کې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل د اوکرایین پلازمېنې کییف ته په ناڅاپي سفر تللي دي.
ددوی د سفر موخه په اوکرایین کې د جګړې ختمولو په موخه د سولې د نویو هڅو پیلول ښودل شوې.
اولاند ویلي، مسکو ته له سفر مخکې به کییف کې د سولې نوې هڅې پیل کړي:
''اوکراین کې جګړه ده. درنې وسلې پکې کارول شوې چې ډېر ولسي وګړي هم هره ورځ پکې وژل کېږي.''
نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې راتلو لپاره به د اوکرایین داسې ځمکنۍ بشپړتیا په پام کې ونیوله شي، چې ''ټولو ته د منلو وړ'' وي.
د کرملین یوه ویندوی منلې ده چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له دغو دوو مشرانو سره د راتلونکې جمعې په ورځ (فبروري ۶) په مسکو کې وویني او د اوکرایین د کړکېچ حلولو په موخه خبرې ورسره وکړي.
اوکرایین او لوېدیځ، روسیه د اوکرایین په ختیځ کې یاغیانو ته د وسلو په ورکولو توروي، او وايي چې د مسکو پوځیان په ازادانه ډول د اوکرایین پر پوله اوړي را اوړي، خو روسیه دا نه مني.

د عکس سرچینه، Reuters
کییف ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم رسېدلی دی.
دا وروستۍ دیپلوماتیکې هڅې په اوکرایین کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسوله په موخه پیل شوې دي.
په اوکرایین کې روانې جګړې نژدې پنځه زره کسان وژلي دي.








