د اوکرايين په ختيځ کې سخته جگړه روانه ده

د عکس سرچینه،
د اوکرايين د ختيځ دونتڅک ښار هوايي ډگر شا و خوا ته سخته جگړه روانه ده.
د اوکرايين ولسمشرۍ دفتر يوۀ چارواکي ويلي حکومتي ځواکونو د روسي پلويو بېلتونپالو په وړاندې ځوابي سخت عمليات پيل کړي دي.
وړاندې يوۀ بل چارواکي ويلي و چې د اوکرايين پوځيانو نژدې ټول هوايي ډگر نيولى دى.
.
په پلازمېنه کييف کې ولسمشر پېترو پروشېنکو او لومړي وزير ارسيني يتڅنيوک يوې لويې غونډې کې گډون وکړ.
غونډه هغو ١٢ ولسي وگړو ته د پېرزوينې وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه چې تېره سه شنبه د حکومتي ځواکونو يوې پوستې سره نژدې يې پر بس گاډي توغندى ولگېد او ووژل شول.
دا په تېر سپتمبر کې د روسي پلويو بېلتونپالو او اوکراييني حکومت ترمنځ د اوربند له شوې هوکړې وروسته د خپل ډول ترټولو بده پېښه ده.
په مېنڅک کې د لاسلیک شوي هوکړه لیک ځينې شرايط دا و چې دواړه خواوې د ۳۰ کیلومترو په شاوخوا کې یوه پوله بېلوونکې کرښه جوړوي او ټول بهرني اورپکي به د نښتې له سیمې نه ايستل کېږي.
همدارنګه دواړې غاړې په دې سره سلا شوې وې چې د شخړې له سيمې به پر پوځي الوتنو هم بندير وي.
خو ډېرى دغه شرطونه د بېلابېلو دلايلو پر بنسټ پر ځاى نشول.
ملګري ملتونه وايي، په اوکراین کې د اپریل میاشت کې له پیل شوي تاوتریخوالي راهیسې له ۴۳۰۰ نه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي دي.








