د اوکراین یاغیانو د اوربند خبرې اترې رد کړې

د عکس سرچینه، AFP
په ختیځ اوکراین کې روسي پلوه او د یاغیانو مهم مشر الیکزنډر زخرچینکو وايي ځواکونه یې په تعرضي حالت کې دي او دی نه غواړي چې له کییف سره د اوربند پر سر خبرې اترې وکړي.
ښاغلي زخرچینکو وویل ځواکونه به یې د جګړې لومړۍ لیکه د دونیڅک سیمې پولو ته ورسوي. د دونیڅک ښار د یاغیانو په کنترول کې دی.
د روسیې ولسمشر وېلادېمیر پوتین د اوکراین پر حکومتي ځواکونو په ولسي سیمو کې د بمباریو تور ولګاوه.
نوموړي وویل کییف په سیمه کې "د مهمو جګړیزو عملیاتو د پیلولو امر کړی".
تر دې وړاندې، ښاغلي زخرچینکو وویل یاغیان "به نور د اوربند د خبرو اترو هېڅ هڅه و نه کړي".
اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني د جګړې د پای ته رسولو غږ کړی دی.
د پنجشنبې پر ورځ د اوکراین حکومتي ځواکونه د دونیڅک هوايي ډګر له مرکزي ترمینل نه په شا شول. دغه هوايي ډګر کې له تېرو څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه وه.
د اوکراین حکومت وايي چې ځواکونه یې اوس هم د هوايي ډګر د ځینو برخو کنترول په لاس کې لري خو په جګړه کې یې ۶ پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د پراخې کچې جګړه
د اوکراین حکومت او لوېدیځ ایتلافیان یې وايي چې د یاغیانو تر څنګ د روسیې پوځیان هم جګړه کې ښکېل دي او د روسیې له ټانکونو او توپونو کار اخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ماسکو بیا ټینګار کوي چې یوازې روسي "رضا کاران" له یاغیانو سره یوځای شوي دي.
ښاغلي زخرچینکو وویل: "موږ به د دونیڅک تر پولو برید وکړو خو که له نورو برخو مې ګواښ ولید نو هغه به هم شنډ کړو".
روسي رسنیو د نوموړي له خولې ویلي: "کییف په دې نه پوهېږي چې موږ په یو وخت کې له دریو خواوو برید کولی شو".
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په جګړه کې، له هغه راهیسې چې یاغیانو د تېر کال په اپریل میاشت کې د دونیڅک او لوهانسک پراخې سیمې ونیولې، څه دپاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او له یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شوي دي.








