د اوکراين ياغيانو مشر وايي "سل زره جنګيالي" تياروي

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراين روسيې پلوي بېلتون غوښتونکې ډلې مشر اليکس زکرچنکو ويلي، پلان لري د اوکراين پوځ پر وړاندې د جنګ لپاره سل زره جنګيالي تيار کړي.
بېلتون غوښتونکي غواړي چې د اوکراين پوځيان د ډونڅک او لوهانسک ختيځو برخو وباسي او د ډيبلټسوي مشهور ښار ونيسي.
د تېرې اوونۍ پای کې په نښتو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د اوربند لپاره هڅه شوی وه خو بېلتون غوښتونکي دغو خبرو ته نه وو ورغلي.
په تېر سپتمبر مياشت کې په مېنسک کې د اوربند تړون شوی و، خو دا تړون له هغه وروسته مات شو چې بېلتون غوښتوونکو څو ځله له دغه تړون سرغړونه وکړه او د ډونڅک پر هوايي اډه يې بريد وکړ.
ياغيانو جنوب ختيځ کې په يوه بريد کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
په همدې توګه د اوکراين پوځي ځواکونه هم په وژنو تورن دي. ويل کېږي د دوی په هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، AFP
دونڅک خبري ايجنسۍ ته د ياغيانو مشر ښاغلي زکرچينکو وويل د جنګياليو تياري به په راتلوونکو ۱۱ ورځو کې پيل شي.
خو دا روښانه نه ده چې ياغيان به په دې کچه پوځيان له کومه کړي.
د بي بي سي ډېويډ سټرن وايي لومړۍ پوښتنه راپورته کېږي دا ده چې په دومره لوی شمېر جنګيالي به له کومه راځي.
د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمې له جنګ مخکې يو څو ميليونه نفوس درلود او معلومه نه ده چې څومره خلک اوس هلته پاتې دي. د زکرچينکو خبرې کېدای شي يو سياسي بيان او لاپې وي.
ياغيانو مخکې هم د لويو بريدونو خبرداري ورکړی و. خو دا به ګرانه وي چې په دومره لوی شمېر جنګيالي تيار کړي.








