بایډن او پوتین پر افغانستان، اوکراین او خپلمنځي اړیکو وغږېدل

پوتین او ب ایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته د مخامخ خبرو او لیدنې وړاندیز وکړ.

له ولسمشر پوتین سره د جو بایډن د مخامخ خبرو دا وړاندیز په داسې مهال دی چې وروستیو کې ښاغلي بایډن ولسمشر پوتین انسان وژونکی وباله او وروسته یې د اوکراین ختیځ کې د روسیې هر ډول پاروونکو هڅو په هکله خبرداری ورکړ.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل، له روسیې سره به اړیکي سخت پاتې شي، خو هیله لري چې دواړه لوري د ایران د اټومي تړون په ګډون څو ځانګړو برخو کې خپلمنځي همکاري وکړي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ وايي، د روسیې حکومت هم ویلي چې بایډن له ښاغلي پوتین سره خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو او د وسلو کنټرولولو، د ایران اټومي تړون، افغانستان او اقلیمي بدلون کې همکاري وغوښته.

د ورسیې ولسمشرۍ دفتر هم وايي، دواړو مشرانو د نړیوال ټیکاو باورمنولو لپاره په مهمو برخو کې د خپلو خبرو دوام ته هوډ وښود چې نه یوازې د روسیې او متحده ایالتونو بلکې نړیوالې ټولنې په ګټه هم دي:

"جو بایډن د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو او د ستراتیژیک ټیکاو، د وسلو کنټرولولو، د ایران اټومي تړون، افغانستان کې پر حالت او اقلیمي بدلون برخه کې د تلپاتې او اټکل وړ تعامل لپاره لېوالتیا وښوده."

مسکو لا نه دي ویلي چې ولسمشر پوتین د سرمشریزې وړاندیز منلی که نه.

له افغانستان د امريکايي پوځ ستنېدلو کې ځنډ

امریکايي پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پوتین سره د بایډن د خبرو بهیر کې امریکا وايي، د سپټمبر تر ۱۱ خپل پوځ له افغانستان ستنوي.

د افغانستان برخه کې له روسیې د امریکا همکارۍ غوښتنه په داسې مهال ده چې واشنګټن تازه ویلي، له افغانستان خپل ځواکونه د سپټمبر تر ۱۱ باسي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د تړون له مخې ټاکلې وه دا ځواکونه د روانې اپرېل میاشتې تر پای له افغان خاورې ووځي.

طالبانو د امریکا د نوې پرېکړې غبرګون کې ویلي تر هغه به د افغانستان په اړه پرېکړه کوونکې هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

روسیه تېره میاشت هم د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د امریکا، پاکستان او څو نورو هېوادونو د غونډې کوربه وه.

روسیه د افغان کشالې د حل لپاره افغانستان کې د طالبانو په ګډون لنډمهالی حکومت غواړي او امریکا هم د ورته حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

له بلې خوا روسیه هم له افغانستان د امریکا مسوولانه وتل غواړي او د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت هم تر دې مخکې بیا بیا ویلي چې په مناسب وخت کې له افغانستان ځواکونه ستنوي.

د جو بایډن او پوتین پخوانۍ خبرې

له پوتین سره د بایډن دا خبرو بهیر کې امریکا وايي، د سپټمبر تر ۱۱ خپل پوځ له افغانستان ستنوي.
د عکس تشریح، امریکا تر پخوانۍ نېټې په پنځه میاشتې ځنډ د ځواکونو ستنولو خبر کوي.

جو بایډن د جنورۍ پر ۲۷ یانې د سپینې ماڼۍ د واک پر ګډۍ تر کېناستلو اوه ورځې وروسته هم له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې پر افغانستان غږېدلی و، خو هغه مهال یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د مسکو له خوا "د پیسو ورکړې" ته اشاره کړې او په دې هکله یې خپل خپګان ښودلی و.

د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې، هغو خبرو کې ښاغلي بایډن وویل: "د امریکا متحده ایالتونه به د خپلو ملي ګټو د دفاع او د امریکا او ملګرو د زیانمنولو لپاره د روسیې هڅو ته د ځواب لپاره پرېکند عمل وکړي."

د ۲۰۲۰ کال جون کې د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې وویل، د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.

خو مسکو او طالبانو دا تورونه رد کړل.

د اوکراین پر سر ناندرۍ

امریکا وروستیو کې روسیې ته د اوکراین پوله کې د پاروونکو هڅو له امله خبرداری ورکړی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امریکا وروستیو کې روسیې ته د اوکراین پوله کې د پاروونکو هڅو له امله خبرداری ورکړی.

خو د دواړو مشرانو خبرې په داسې مهال دي چې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ پر اوکراین لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ روسیې ته خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره پوله کې پاروونکې پېښې له امله به یې پایلو سره مخ شي.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي، امریکا د اوکراین پوله کې د روسیې هڅو سخته اندېښمنه کړې ده: "له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې اول برید وکړ، دومره ډېر شمېر پوځیان یې پولې ته لېږلي نه وو. "

د اوکراین ختیځ ته په دنباس کې نښتې سبب شوې چې مسکو "د خپلو وګړو د مرستې لپاره" خپل ځواکونه پولې ته واستوي.

دنباس کې د بېلتونپالو یوه ډله له اوکراین بېلېدل او روسیې سره ګډېدل غواړي. ورته پېښه کریمیا ټاپو وزمه کې هم شوې وه.