زیلېنسکي: کیېف پر پولنډ د توغندي ویشتلو مسؤل نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پېټریک جېکسن
- دنده, بي بي سي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي، "هېڅ شک نه لري" کېیف د هغو توغندیو مسؤل نه دی چې د تېرې سې شنبې په ورځ پولنډ کې لګېدلي او دوه کسان پکې وژل شوي دي.
زیلېنسکي ټینګار وکړ له جګپوړو پوځي قومندانانو یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې "دا زموږ توغندی نه دی".
ده اوکراییني چارواکو ته د چاودنې ځای ته د ورتګ اجازه وغوښته او دا چې له څېړنډلې سره یوځای شي.
اوکرایین جګړه؛ ناټو وايي، ښايي په پولنډ کې لګېدلی توغندی د اوکرایین وي
د ناټو سازمان عمومي منشي ینز ستولتنبیرګ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، هغه توغندی چې پر سې شنبه پولنډ کې ولګېد او دوه کسان یې ووژل ښايي اوکرایینی وي.
په داسې حال کې چې د اوکرایین پولې ته نژدې د دې توغندي لګېدو پېښې په هکله معلومات راټولېږي، ناټو عمومي منشي وايي: ''ډېر ګومان کېږي چې دا به د اوکرایین دافع هوايي توغندی وي. '' خو له دې سره نوموړی ټینګار کوي، چې بالاخره د پړې ګوته ځکه روسیې ته نیوله کېږي، چې په اوکرایین کې یې جګړه روانه کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی ستولتینبیرګ وايي، ناټو ژمنه کړې، چې اوکرایین ته ''لا نور پرمختللی دافع هوا نظام ورکوي. '' د یادونې ده، چې اوکرایین د ناټو سازمان غړی هېواد نه دی، خو له دې سازمانه پرېمانه پوځي مرسته ترلاسه کوي.
خپله اوکراییني چارواکي بیا پر روسیه تور پورې کوي چې دا توغندی یې ویشتلی. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: ''زه په دې کې هېڅ شک نه لرم، چې دا روسی توغندی دی. زموږ د پوځي معلوماتو له مخې باور لرم چې دا روسی توغندی دی. ''
نوموړی وايي، اړتیا دا ده چې باید اوکرایین له پولې شپږ کیلومتره لېرې د پرزیودو سیمې یوې کروندې کې د دې لګېدلي توغندي په هکله پلټنو کې شامل شي.

د عکس سرچینه، AFP
د اوکرایین دافع هوايي نظام د سې شنبې پر ورځ هغه مهال فعال و، چې روسیې پر اوکراییني تاسیساتو پراخ توغندیز بریدونه کړي. دا بریدونه په تېره فبرورۍ کې د جګړې له پيله راوروسته تر ټولو پراخ بریدونه بلل کېږي.
روسیې پر اوکرایین لسګونه توغنديز ګوزارونه کړي، خو اوکراییني چارواکي وايي، دوی توانېدلي چې دا ډېری توغندي په هوا کې له منځه یوسي.
دې توغندیزونو بریدونو چې په اندونیزیا کې د پرمختللیو اقتصاد لرونکو جي - ۲۰ هېوادونو له غونډې سره هممهاله شوي، په نړیواله کچه ستره غوغا رامنځته کړې. د دې تر څنګ په پولنډ کې چې د ناټو غړی هېواد دی، د توغندي لګېدو داسې وېره هم رامنځته کړې، چې ښايي دا جګړه زور اخلي.









