تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین لومړۍ مېرمن اولینا زیلېنسکه: موږ به هرڅه وزغمو
- Author, لیز دوسیت
- دنده, بي بي سي
د اوکرایین لومړۍ مېرمنې اولینا زیلېنسکه بي بي سي ته ویلي، که څه هم د روسيې توغندي د برېښنا د پرچاوېدو لامل شوي، خو اوکرایین به راتلونکی سوړ ژمی وزغمي او جګړې مبارزې ته به دوام ورکړي؛ ځکه چې وايي له "بریا پرته سوله نه شي راتللی".
موږ په یوه لرغوني ښار کې سره ولیدل چې هلته یخنۍ چیچل کول، د واټونو پرسر څراغونه پیکه کېدل، ودانۍ ارامه او تیاره ښکارېدې؛ ځکه چې روسیې د اوکرایین د برېښنا سرچینې په نښه کړې وې.
د اوکرایین خلک د روسي یرغل پر وړاندې ستایل شوي.
اولینا زیلېنسکا په داسې حال کې چې کېیف کې ودانۍ پر کنډوالو اوښتې او د شګو بوجۍ پکې اېښودل شوې، راته وویل: "موږ دې زغملو ته چمتو یو".
دا وايي "موږ له ډېرو ننګونو سره مخامخ وو، قربانیان مو ولیدل، ډېرې ویجاړۍ مو ولیدې، د برېښنا پرچاو تر ټولو ناوړه پېښه ده".
نوموړې هغې وروستۍ نظر پوښتنې ته اشاره وکړه چې پکې ۹۰ سلنه اوکرایینیانو ویلي، که دوی ته اروپايي ټولنه کې ځای ورکړل شي، نو دوی چمتو ديچې له دوه تر دوه-دریو کلونو پورې د برېښنا پر کمښت سربېره ژوند وکړي.
دا وايي "پوهېږئ، د ځغاستې سیالۍ کې هغه وخت ځغاستل اسانه وي، چې پوهېږئ مخ کې څومره کیلومتره واټن لرئ". په دې حالت کې که اوکرایینیان پر هغه واټن نه پوهېږي چې باید دوی یې ووهي.
نوموړې زیاتوي: "کله دا خورا ستونزمن کار وي". خو ځینې احساسات شته چې موږ ته سېک راکوي.
د اوکرایین لومړۍ مېرمن په ټینګه اټکل وکړ چې ټول اوکرایینیان به له دې جګړې پیاوړي راووځي.
زموږ په دې یوه ساعته مرکه کې چې د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو پروګرام لپاره ثبت شوې، موږ په چیمیراس اوڅاره ماڼۍ کې ناست وو، چې د فیلانو او نورو افسانوي مخلوقاتو مجسمې پکې جوړې شوې.
هلته ولسمشر زیلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۶مه د مشهورې وینا لپاره خپله ډله رابللې وه.
د روسیې تر برید یوه ورځ مخکې زیلېنسکي په یوه سیلفي وېډیو کې وویل چې روسیې "زه لومړی هدف ټاکلی یم او زما کورنۍ یې لومړی نمبر هدف ټاکلې ده".
د اوکرایین لومړۍ مېرمن په یاد نه دي چې وروستی ځل یې له خپلو بچیانو (۱۸ کلنې اولکساندرا او نهه کلن کایریلو) سره په ګډه کله ماښامنۍ خوړلې ده.
دا وايي: "زه مې له بچیانو لیرې اوسېږم او زما مېړه د کار ځای کې ژوند کوي. تر هر څه مخکې زموږ ساده څیزونه یادېږي، کېناستل، وخت ته نه کتل تر هغه چې موږ یې غواړو".
د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې ژوند او مینه له ډېر پخوا سره پیل شوې- د ښوونځي له دوران راهیسې کله چې دواړه یوه کومیډي ډله کې د تلوېزیون سټوډیو ته یوخای کار کولو ته ولاړل، دی یو ټوکمار ممثل و او دا د دریځ شا ته متن لیکونکې لیکواله وه.
د فبرورۍ پر ۲۴مه پر کیېف د روسیې د توغندیو د پیلېدو لومړنیو ساعتونو کې اولینا زیلېنسکا له خپلو ماشومانو سره یوه پټ ځای کې څو میاشتې تېرې کړې.
هغه د سږ کال مې پر اتمه نېټه د میندو پر ورځ راڅرګنده شوه او د امریکا له لومړۍ مېرمنې جېل بایډن سره د کېیف ښار په کور د ننه بې ځایه شویو وګړو په یوه نسبتاً خوندي ځای کې راښکاره شوه.
اوس هغه ډېری وخت د زوم پروګرام له لارې ویناوې کوي