د روغتیا نړیوال سازمان: سږ ژمی اوکرایین کې د میلیونونو کسانو ژوند خطر سره مخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان وايي سږ ژمی اوکرایین کې د میلیونونو کسانو ژوند خطر سره مخ دی.
دغه هېواد کې د انرژۍ نیمې زېربناوې ویجاړې او یا زیان ور اوښتی او دمګړۍ پکې ۱۰ میلیون کسان برېښنا نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین ځینو سیمو کې تر منفي شل درجو د هوا سړېدو اټکل شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روسیې یرغل له پیل راهیسې یې اوکرایین کې پر روغتیايي بنسټونو هم ۷۰۳ بریدونه ثبت کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو تېره اوونۍ یو ځل بیا اوکرایین کې د انرژۍ پر تاسیساتو او د ملکي استوګنې پر ودانیو درانه هوايي ګوزارونه وکړل.
روسیې د جګړې ډګر کې له ماتو او شاتګونو وروسته دغه تکتیک ته مخه کړې چې اغېزې یې د ساړه ژمي په را رسېدو سره کرار کرار محسوسېږي.
اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مدیر ډاکتر 'هنس هېنري پي کلوګ' کیېف کې یوې خبري ناستې ته وویل "که ساده یې ووایم، دا ژمی به د ځان ژغورلو وي."
هغه زیاته کړه چې د اوکرایین روغتیايي سیستم "جګړه کې تر دې دمه له ټولو تیاره ورځو سره مخ" دی او د حل غوره لار یې دا ده چې جګړه ودرېږي.
نوموړي وویل سلګونه روغتونونه او د روغتیايي پاملرنې تاسیسات د جګړې له کبله "له بشپړ فعالیته لوېدلي او د لومړنۍ اړتیا پوره کېدو لپاره د تېلو، اوبو او برېښنا کمښت سره مخ دي."

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکی زیاتوي د زېږون څانګې اینکیوبېټرونو، د وینې بانکونه یخچالونو او د عاجلې خونو چپرکټونه وېټیلېټورونو ته اړتیا لري او دا ټول بیا په انرژۍ چلېږي.
دغه سازمان ویلي ښايي تر درو میلیونو کسان د ځان تودولو او خوندي کولو لپاره له خپلو مېنو وتښتي.
ډاکتر کلوګ وايي د اېچ ای وي هغو ۱۷ زره ناروغانو ته هم 'ډېر اندېښمن' دی چې ډونېڅک کې اوسي او ښايي ژر یې د ژوند دوام لپاره اړین درمل خلاص شي.
پر دې سربېره د کوویډ-۱۹ ناورغۍ د پېښو ډېرېدو اندېښنه هم شته.
او دا اندېښنې داسې مهال مطرح شوې چې اوکرایین کې هوا له ورځ بلې ته سړېږي.

د یوه بل خبر له مخې اوکراییني څارنوالانو د دغه هېواد له خېرسونه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د سکنجې او ربړونو د څلورو محلونو د موندلو خبر ورکړی دی.
دوی زیاتويچې دغو ځایونو کې خلک په وحشیانه ډول ربړول شوي او د ربړونې ځینې وسیلې لا هم پکې پاتې دي.
د اوکرایین حکومتي سرچینو تېره اوونۍ وویل خېرسون کې یې د ۶۳ ملکي کسانو جسدونو موندلي چې د دوی په وینا پر بدنونو یې د ربړونو نښې نښانې لیدل کېږي.
بي بي سي هم له داسې دوو کسانو سره خبرې کړې چې وايي تر یو میاشت ډېره موده د شکنجې په دغو خونو کې ساتل شوي.
روسیه بیا اوکرایین کې له سرغړونو انکار کوي.











