د ځان تود ساتل: سړه خونه ستاسو پر بدن څه اغېزکوي؟

د عکس سرچینه، JAMES GALLAGHER
اورېدلي به مو وي چې ځینې کسان د څېړنو په خاطر کنګل شویو قطبي سیموته هم ځي، د همالایا د غره لوړې څوکې اېورېسټ ته خیژي، له ږیرو او بریتو یې کنګلونه ځړېږي یا یې کله کله د لاسونو او پښو ګوتې له سړو تورې اوښتې وي او یا پر هایپوترمیا اخته وي چې د بدن د تودوخي درجه یې ډېره ټیته شوې وي.
نو کله چې له ما غوښتنه وشوه چې د سانتي ګراد ۱۰ درجو په یوه څېړنه کې برخه واخلم شکمن وم چې دا به پر بدن چندانې اغېز ونه لري.
زما لپاره دا د قطبي کنګل په پرتله ډېره معتدله درجه ښکارېده. خو په حقیقت کې داسې نه وه.
د بریتانیا د جنوبي وېلز د پوهنتون پروفېسر ډېمیېن بېلي وايي [د سانتي ګراد ۱۰ درجې تودوخه] که څه هم معتدله ښکاري او کنګل نه ده خو بدن له ريښتینو فزیولوژيکي ننګونو سره مخ کوي.
هغه خپل لابراتوار ته راوبللم چې وګورو د کورونو سړه هوا پربدن څه اغېزکولای شي او څرنګه کېدایشي دغسې معتدله تودوخه وژونکې وي.
پرفېسر بېلي وویل که خلک ونه شي کولای خپل کورونه تاوده وساتي نو د سانتيګراد ۱۰ درجې د ژوند لپاره د منځنۍ کچې تودوخه ګڼل کېږي. خو پرزړه، سږو او ماغزو باندې ژور اغېز کولای شي.
په لابراتوار کې یې د تجربې لپاره په داسې یوه بنده خونه کې کینولم چې تودوخه، د نم یا رطوبت او اکسېجن کچه یې کنټرولېده. په لومړي سرکې یې هوا ۲۱ درجې وه خو وروسته یې ۱۰ درجو ته راټیټه کړه او کتل یې چې زما پربدن به څه ډول اغېز وکړي.
پر سینه، مړوندونو او پښو یې راته د بېلابېلو ماشینونو مزي نښلولي وو چې د بدن تودوخه، د زړه خوزښت او وینې فشار وڅاري.
پرسريې راته هم یوه آله تړلې وه چې په ماغزوکې د وینې جریان وڅاري. د اولتراسونډ یوې الې زما د غاړې په رګونو کې ماغزوته د وینې جریان څاره. او په یو لوی نل کې مې ساه ایستله چې تنفسي هوا تجزیه او تحلیل کړي.

د عکس سرچینه، JAMES GALLAGHER
زما پر بدن دا ټول نصب شوي وسایل ددې لپاره و چې ساینسپوهانو غوښتل د تجربې په خاطر زما له پوستکي سره مستقیم تماس ولري.
ساینسپوهانو خپلې محاسبې وکړې او پوهېدل چې په ۲۱ درجوکې بدن څه ډول فعالیت کوي. ورو ورو یې د تودوخي درجه ټیټه کړه. پروفېسر بېلي وايي بدن وینه او د تودوخې درجه احساسوي او ماغزه د بدن نورو برخوته پیغامونه استوي. هدف دادی چې د بدن د اصلي غړو لکه زړه او ینې تودوخه د ۳۷ درجو شاوخوا وساتي.
نه پوهېدم چې زما په بدن کې څه ډول ژور بدلونونه پېښېږي خوبهر یې نښې څرګندې وې. کله چې د خونې د تودوخې درجه ۱۸ ته راټیټه شوه ما نور خولې نه کولې او مړوندونو د پوستکي وېښتانو په راولاړېدو پېل وکړچې د بدن تودوخه وساتي.
پروفېسر بېلي وايي د سانتي ګراد ۱۸ درجې د بدلون ټکی دی... بدن هڅه کوي د خپلې اړتیا وړ تودوخه وساتي.
وروسته مې ګوتې سپینې واوښتې او سړو احساس پکې پېداشو. د لاسونو د وینې رګونه مې تنګ شول- چې د بدن مهمو غړو لپاره توده وینه وساتي.
په ښځوکې دا حالت ژر رامنځته کېږي. د بریتانیا د پورتسموت پوهنتون ډاکټره کلېر اېګلین وايي ښځې ساړه ژر احساسوي ځکه چې د ښځینه هورمونو، ایستروجن، له امله ددوي په لاسونو او پښوکې د وینې رګونه ژر تنګېږي... او پدې توګه د سړو احساس کوي.
په ۱۱.۵ درجوکې مې بدن په لړزېدو شو، د تودوخې د تولید لپاره عضلات لړزېدل. په ۱۰ درجوکې مې د ناراحتۍ احساس کاوه خود کنګل احساس مې لا نه کاوه. خو پرفېسر بېلي وايي په ۱۰ درجوکې بدن په ډېرې سختۍ کار کوي.

په سړه خونه کې څه پېښ شول؟
- د ۳۰ دقیقو لپاره له ۲۱ د رجوڅخه ۱۰ ته د تودوخې کمېدوسره :
- ماغزو ته د وینې جریان ۲۰ سلنه کم شو.
- د وینې فشار له ۹۹ نه ۱۱۰ ملي متروته لوړشو.
- تنفس په دقیقه کې له ۹ نه ۱۲ ته زیات شو.
- د زړه خوزښت په دقیقه کې له ۵۵ نه ۶۵ ته ورسېد.
- بدن نور زیات کاربوهایدرېت مصرف کړل.
- د بدن د مهموغړو تودوخه ۳۷ درجوکې پاتې شوه.
- د لاسونو اوپښو تودوخه په منځنۍ کچه ۲ درجې ټیټه شوه.
- د ماغزو د شناختي فعالیت ازموینه: په ۲۱ درجوکې په ۷۵ثانیوکې او په ۱۰ درجوکې په ۹۵ثانیوکې ترسره شوه.
هغه څه چې زه یې حیران کړم دا و چې ماغزو ته د وینې جریان په بدلون سره د ماغزو شناختي فعالیت وړتیا کمېږي او د یوې ساده معما حلول د عادي حالت په پرتله ډېروخت نیسي.
نوځکه نه غواړم چې د ښونځي کورنی کار په یوه سړه خونه کې وکړم.
پروفېسر بېلي وايي ماغزو ته د وینې جریان په کمېدوسره، ماغزوکې د اکسیجن او ګلوکوز کچه کمېږي او دا د ماغزو پروړتیا منفي اغېزکوي.
خو بدن خپل اصلي هدف چې د مهمو غړو د اړتیا وړ تودوخي ساتل دي له لاسه نه ورکوي. صرف دومره ده چې کار یې زیاتېږي.
کله چې په سړه هوا کې زړه هڅه کوي ټول بدن ته توده وینه ورسوي زړه مجبوره دي په سختۍ سره کارو کړي،ګړندی او تېز وخوځېږي او په نتیجه کې د وینې فشار لوړېږي.
پروفېسر بېلي وايي د وینې فشار لوړېدل د ماغزو د حملې او د زړه د حلمې لپاره یو خطرناکه عامل دی.
په سړه هواکې په وینه کې هم بدلون راځي، ټینګه کېږي اودا ټینګوالی یې په رګونو کې د خطرناکه بندښت سبب کېدایشي. له همدې امله ده چې په ژمي کې د زړه او ماغزو حملې ډېرې وي.
پروفېسر ډېمیېن بېلي وايي: شواهد په څرګنده ښيي چې سړه هوا د ګرمۍ په پرتله زیاته وژونکې ده.