اوکرایين ته د بریتانیا نوي لومړي وزیر لومړنی سفر؛ د ۵۰ میلیونو پونډو مرستې اعلان

Rishi Sunak and Volodymyr Zelensky are saluted

د عکس سرچینه، Ukrainian President's Office

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د جګړې ځپلي اوکرایین په پلازمېنه کیېف کې د هغه هېواد له ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره کتلي او اوکرایین ته یې د هر ډول همکاریو ژمنه بیا تازه کړې.

دا له هغه مهال راهیسې چې ریشي سوناک د لومړي وزارت چارې سمبالوي اوکرایین ته د هغه لومړی سفر دی.

د اوکراییني ولسمشر سره د کتنې پر مهال ښاغلي سوناک د ۵۰ ملیونو پونډو په ارزښت دفاعي مرستو اعلان تر څنګ له اوکرایین سره د څنګ په څنګ درېدو ژمنه وکړه.

له ښاغلي سوناک سره تر لیدنې وروسته د اوکرایین ولسمشر زېلېنسکي وویل "د جګړې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې اوکرایین او بریتانیا تر ټولو قوي ملګري پاتې شوي".

د مرستې کڅوړې د اعلان موخه د روسیې هوایې بریدونو مقابله ښودل شوې، د پنځوس ملیونو پونډو په دې اعلان شوې کمک کې د الوتکو ویشتلو صلاحیت لرونکي وسلې او د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو سره د مقابلې ټکنالوجي، لسګونه رادار سیستمونه او د ډرون ضد برقي صلاحیت لرونکي وسلې شاملې دي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک کیېف ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې هېواد یې اوکراییني وسله والو ځواکونو ته د روزنې فرصتونه هم ډېروي او د ځانګړیو مرستو ډېرولو لپاره به په سیمه کې د مسلکي کسانو ملاتړ هم پراخه کړي.

د بریتانیا لخوا د کمکونو د اعلان دا نوي لړۍ د دې هېواد دفاع وزیر د هغې ژمنې تر څنګ کېږي چې میاشت وړاندې یې اوکرایین ته د شاوخوا زرو نويو هوایي مزایلو ضد وسلو د سپارلو لپاره کړې وه.

ریشي سوناک کیېف ته د سفر پر مهال په جګړه کې د قربانیانو په یاد د ګلونو ګېډۍ هم کېښوده او دوی ته یې د درناوي مراسم تر سره کړل.

Rishi Sunak and Volodymyr Zelensky

د عکس سرچینه، Ukrainian President's Office

د بریتانیا دغه لوړپوړي چارواکي د ایران لخوا جوړې شوې هغه بې پلوټه هم ولیدې چې اوکرایینې ځواکونو نیولي او په وینا یې په دې وروستیو کې د اوکرایین عام ولس د وژلو لپاره ترې کارول کېدې.

ښاغلي سوناک اوکرایین ته د سفر پر مهال وویل، "زه پر دې ویاړم چې بریتانیا له لومړۍ ورځې راهیسې د اوکرایین تر څنګ ولاړه ده، او زه نن دلته د دې لپاره یم چې دا ژمنه بیا تازه کړم چې بریتانیا او زمونږ نور شریکان به له اوکرایین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، ځکه اوکرایینیان د ظلم او جګړو د ختمېدو او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي."

هغه زیاته کړه "کله چې اوکراییني ځواکونو د جګړې په ډګر کې روسي ځواکونه په شاه وتمبول نو دوی په ولسي وګړو بې رحمانه بمبارۍ شروع کړې خو مونږ نن دلته د نویو دفاعي همکاریو برابرېدو ژمنه وکړه چې پکې بېلابېلې وسلې شاملې دي، د دې تر څنګ د ژمي په رارسېدو زمونږ بشري مرستې هم دوام کوي."

اوکرایین د تېرو څو میاشتو راهیسې په پرلپسې ډول له لوېدیځه د مرستې او په ځانګړي ډول د روسیې هوایې بریدونو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو غوښتنه کوي.

له دې هېواد سره دا نوي مرستې داسې مهال اعلانېږي چې تېره اوونۍ روسیې په اوکرایین ستر توغندی وار کړ، روسیې دا برید له خېرسون ښار څخه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته وکړ. په دې پېښه کې د اوکرایین پلازمینه کیېف هدف وګرځول شو او د هېواد په نورو سیمو کې هم د هوایې بمباریو راپورونه ورکړل شول.