اوکرايين جګړه: روغتياپالان يې په سختو حالاتو کې د خلکو درملنه کوي
اوکرايين کې روانې جګړې د خلکو پر ژوند ژور اغېز پرې ايښی، خو روغتياپالانو يې بيا له ننګونو خورا ډکو حالتونو کې خپل کار روان ساتلی دی.
د دغه هېواد ختيځ کې د روسیې پولې سره نژدې، چې د ژوبلې شمېر او کچه په کې په لوړېدو ده، د لومړۍ کرښې ذهني ټکان يو مرکز کې د هوډمنو ډاکټرانو او نرسانو يوه ډله پرله پسې کار کوي، چې ډېرو یې د جګړې له پيله په خپله خوښه او رضاکارنه ډول دې کار ته ملا تړلې ده..
د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل، او کامروال یې ډرېن کانوې، ډونباس سيمه کې د اوکرايين پوځ له روغتياپلانو سره نژدې يوه اوونۍ تېره کړې ده.
يوه يادونه دا چې دې راپور کې يې ځينې خواشينوونکي انځورونه دي.