ناټو کې د اوکرایین د غړیتوب ځنډېدو زېلېنسکي ناراضه کړی دی

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي ناټو به اوکرایین ته امنیت ورکړي او اوکرایین به ناټو ځواکمنه کړې.

هغه دا خبرې د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنوس کې داسې مهال د زرګونو کسانو یوې غونډې ته کړې چې د اوکرایین د بخموت له جنګي ډګره يې یو بیرغ په لاس کې و او دا جګړه يې د اروپا د ازادۍ مبارزه بلله.

ښاغلی زېلېنسکي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې، چې د ناټو مشرانو د لېتوانیا غونډه کې وویل، اوکرایین به هغه مهال ناټو کې ومنل شي، چې اړین شرایط پوره کړي او دا چې د اوس له پاره یې منلو ته زماني چوکاټ نه شي ټاکلی .

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري غونډه کې په ډاګه وویل تر هغې چې اوکرایین له روسیې سره په جګړه کې ښکېل وي له ناټو سره نشي یو ځای کېدی.

دی وايي "په اوکرایین کې جګړه یو واقعیت دی. د اوکرايیني ځواکونو جرأت، مهارت او وړتیا نړیوال ګوته په غاښ کړي، خو بیا هم دا یوه بشپړه جګړه ده او زه فکر کوم چې ټول هم‌ټلوال په دې نظر دي چې د روانې جګړې مهال په دغه ټلواله کې د بشپړ غړیتوب وخت نه دی."

رسماً په ناټو کې د اوکرایین غړیتوب ته د یوې مشخصې نېټې نه ټاکل کېدل کیېف ته نهیلي بلل کېږي.

خو د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په خپله دغه غونډه کې دا پرېکړه هم کړې چې که ځانګړي شرایط پوره شي اوکرایین له ناټو سره یو ځای کېدی شي.

ینس سټولټرنبرګ ویلي په ناټو کې د اوکرایین د غړيتوب لپاره دغې ټلوالې ځواکمن سیاست او عملي پیغام ورکړی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

هغه وار له مخه ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه مني چې اوکرایین باید د ناټو غړی شي او دې لړ کې یې د عملي چارو پیلولو هوډ څرګند کړی دی.

ډيپلوماتان هم ټینګار کوي چې د غړيتوب روښانه لاره جوړه شوې او د غړيتوب بهیر هم پام وړ رالنډ شوی.

د ناټو سازمان دا غونډه د روسیې خلاف د یوه واحد دریځ په وړاندې کولو راټوله ده.

د امریکا او ترکيې ولسمشرانو هم د دغې غونډې په څنډو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو او پر اوکرایین او یو شمېر نورو سیاسي موضوعاتو بحثونه کړي.

له دې لږ وړاندې واشنګټن اعلان وکړ چې پر ترکيه اېف-۱۶ جنګي الوتکې پلوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند متیو مېلر ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن پر ترکيه د اېف-۱۶ جېټ د پلورلو له معاملې سره مخ ته ځي، که څه هم د کانګرس د کليدي غړو تصدیق ته هم اړتیا لري.

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

دا ګام په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره د ترکيې د هوکړې په بدل کې اوچت شوی.

ترکيې له یوه کال راهیسې په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره مخالفت کاوه.

دا هوکړه پرون د سوېډن، ترکيې او ناټو د مشرانو تر منځ له یوې غونډې وروسته اعلان شوه چې ګڼو اروپايي او د ناټو غړو هېوادونو مشرانو یې هرکلی وکړ.

په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب د بهیر له بشپړېدو سره به دا هېواد د ناټو ۳۲م غړی شي.

سوېډن له فنلنډ سره یو ځای پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته په ناټو کې د غړيتوب غوښتنه کړې وه چې فنلنډ وار له مخه د ناټو د ۳۱م غړي په توګه منل شوی.