عمران خان:د پنجاب پولیسو د تحریک انصاف ګوند ټاکنیزې هلې ځلې بندې کړي

پاکستان

په پام کې وه چې د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند لخوا نن 'یکشنبه' د مارچ ۱۲مه د پاکستان پنجاب ایالت کې د راتلونکو ټاکنو لپاره رسمي کمپاین پیل شوی وای خو حکومت هلته په هر ډول غونډو بندیز اعلان کړی.

د پنجاب حکومت په لاهور کې د '۱۴۴ دفعې' قانون د پلي کېدو ویلي، چې له مخې یې له ۵ ډېرو کسانو راټولېدل بند دي.

دغې پرېکړې د تحریک انصاف ګوند سخت غبرګونونه راپارولي.

د دغه ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پنجاب په حکومت سختې نیوکې کړي او په یو لوړ ټوېټونو کې یې لیکلي " د ۱۴۴ دفعې قانون یوازې او یوازې د تحریک انصاف په کارمنانو لګول شوی، ځکه نور په لاهور کې هر ډول کارونه او ناستې پاستې روانې دي. "

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

عمران خان زیاته کړې " د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونو او کانټېنرونو زمان پارک محاصره کړی او له دې په څرګند ډول ښکاري چې د پنجاب وزیر اعلی او پولیس یو ځل بیا د مارچ اتمې نیټې په څير جنجال جوړول غواړي."

تحریک انصاف ګوند د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ځنډولو اعلان کړی

په هر ډول غونډو د حکومتي بندیز وروسته د تحریک انصاف ګوند یوه مرکزي مشر حماد اظهر په یوه خبري غونډه کې د ټاکنیز کمپاین د ځنډولو اعلان وکړ.

هغه وویل "له دې اعلان سره باید ووایم چې زمونږ د ولسونو وتل هر وخت شوني دي ممکن نن یا سبا بیا په کمپاین ووځو."

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دا د اوسني نظام یو سیاسي چل بللی او په وینا یې خلک دې تر بل اعلانه صبر وکړي او په دې جال کې دې ځان نه بندوي.

پاکستان

د عکس سرچینه، PTI

نوموړي د پوښتنې په ډول پخپل ټوېټر لیکلي، کله چې د ټاکنو مهالوېش اعلان شو نو د ټاکنو پر هڅو ولې بندیز؟

خو له دې ټولو سره سره زمان پارک سیمې ته چېرې چې عمران خان اوسیږي ګڼ شمېر پولیس چارواکي رسیدلي او سیمه تر سخت کنترول لاندې ده.

ورته مهال د پنجاب حکومت ویلي دا بندیز په لاهور کې د کرېکټ مېچ او میراتهن سیالیو له کبله دی چې نن په لاهور کې کیږي.

د پنجاب چارسمبالي وزیر اعلی محسن نقوی په وینا "په سیاسي منډو ترړو هیڅ بندیز نشته، ټولو سیاسي ګوندونو ته به د ټاکنیزو کمپاینونو اجازه ورکول کیږي."

هغه د سپیناوي په ډول ویلي "نن په لاهور کې د پي اېس اېل د لوبې او د لوبغاړو اسانه تګ راتګ په موخه سیاسي لاریونونه او ناستې پاستې محدودې شوې." د هغه په وینا د لوبو مهالوېش وار له مخه اعلان شوی و چې نه بدلېده.

د یادونې ده چې په پلان کې ده نن د کوربه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې تر منځ وروستۍ لوبه لاهور کې وشي.

په پاکستان کې ډېر کله ورته لوبو ته سخت امنیتي تدابیر نیول کېږي.