د پاکستان ولسمشر په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې د ټاکنو نېټه اعلان کړه

د پاکستان ولسمشر

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د ټاکنو د ۲۰۱۷ قانون له مخې د اپرېل ۹ په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالت کې د صوبايي اسمبليو لپاره د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.

بلخوا د پاکستان د ټاکنو کمېسيون پخواني مشر کنور دلشاد وايي د ولسمش له خوا په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې د ټاکنو د نېټې اعلانول غير قانوني دي.

نوموړی وويل، د ولسمشر او والي دندې يو سمبوليک ارزښت لري او ولسمشر يوازې هغه وخت د ټاکنو نېټه اعلانولی شي چې لومړی وزير مشوره ورکړي او يا ترې د نېټې غوښتنه وکړي.

دی وايي، داسې ښکاري چې دا موضوع به محکمې ولاړه شي.

د حساب ورکولو په برخه کې د لومړي وزير شهباز سلاکار او پخوانی لوی څارنوال عرفان قادر هم وايي، ولسمشر د ټاکنو د نېټې ورکولو واک او نه هم قانوني حيثيت لري.

له بي بي سي سره په خبرو کې نوموړي وويل، "له بدمرغه اوسنی ولسمشر بې طرفه نه دی او د اساسي قانون له مخې اجرائيوي واک نه لري."

عرفان قادر وویل، د اساسي قانون هغه ماده چې ولسمشر ورته اشاره کړې، دی مکلف دی چې له کمېسیون سره پرې مشوره وکړي.

نوموړي وويل، چې د ولسمشر له خوا د نېټې اعلانول کافي نه دى، ځکه ټاکنې د ټاکنو کمېسيون له خوا ترسره کېږي.

د پاکستان ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ولسمشر له خوا د نېټې تر اعلان وروسته د شنبې په ورځ د انتخاباتو د کمیسیون غونډه رابلل شوې ده.

وړاندې د ټاکنو کمېسيون د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي ته ويلي وو چې دوی د ټاکنو نېټه نشي اعلانولی او نه هم له قانوني پلوه اړ دي چې په دې اړه د ولسمشر له دفتر سره سلا مشورې وکړي.

د ټاکنو کمېسيون له دفتره په خپاره شوي ليک کې راغلي، د اسمبليو له ماتېدو سره اوس له دغه بنسټ سره د ټاکنو نېټې د اعلان واک نشته او دا چې دا نېټه بايد د محکمې له لارې و ارزول شي.

په پاکستان کې د سیاسي ناندریو سره هم مهاله د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې چې د دوی لخوا اداره کېږي ایالتي شوراګانې ماتې کړې.

پخواني لومړي وزیر دا کار په حکومت د فشار راوستلو له کبله وکړ تر څو د هېواد په کچه ټولټاکنو ته ژر زړه ښه کړي.