فلسطيني چارواکي: اسرائيلي ځواکونو ۳ فلسطينيان وژلي او ۸ تنه یې ټپیان کړي

درگیری مسلحانه در کرانه باختری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائيلي پوځ وايي:"په موټر کې سپاره کسانو پر پوځیانو ډزې وکړې او پوځیانو له دوی سره نښته پیل کړه."

فلسطيني چارواکي وايي، د لوېديځې غاړې جنين ښار کې د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې درې فلسطينيان وژل شوي او اته کسان ټپیان دي.

یاده سیمه کې د فلسطینیانو او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

سیمه ییز راپورونه هم وايي، د نښتو په ترڅ کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وايي، د دوی پوځیانو د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې "درې وسله وال فلسطینیان" وژلي دي.

د اسرائيلي پوځي چارواکي زیاتوي، جنين سيمه کې سرتېري یې په خپل کار بوخت وو، چې د سړک په غاړه ولاړ موټر کې ناستو کسانو پرې برید وکړ.

د اسرائيلو پوځ وايي:"په موټر کې سپاره کسانو پر پوځیانو ډزې وکړې او پوځیانو له دوی سره نښته پیل کړه."

درگیری مسلحانه در کرانه باختری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د راپورونو له مخې د نښتو په ترڅ کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي

د فرانسې خبري اژانس (AFP )هم لیکلي:"اسرائيلي ځواکونو د ناقانونه وسلو لټولو لپاره جنین ښار کې تېره شپه عملیات ترسره کړل."

د راپورونو له مخې اسرائيلي ځواکونو تیره شپه د جینین د کډوالو په کمپ کې په دوو سیمو کې عملیات ترسره کړي او د اسرائيلو پوځ وايي، د دوی پر ځواکونو " د ډزو او چاودېدونکو توکو وار شوی".

د اسرائيلو د پوځ په وینا، هغه موټر کې چې وسله وال وژل شوي دي، د دوو ۱۶ M-په ګډون ناقانونه وسلې په کې وې.