د فلسطينۍ خبريالې جنازه: نړيوالو تاوتريخوالی په کې غندلی

د ویډیو تشریح، د فلسطينۍ خبريالې جنازه: نړيوالو تاوتريخوالی په کې غندلی

د الجزیرې خبریالې شیرین ابو عاقلې په جنازه کې، په اسراییلو کې پولیس، د زور کارولو له امله غندل شوي دي.

په بیت المقدس کې، د دې مېرمن د تابوت لېږولو پر وخت پولیسو تابوت لېږدونکي وهل. پولیسو ویلي پر دوی ډبرې او بوتلونه وارېدل.

سپینې ماڼۍ دا صحنې ډېرې خواشینونکې بللي او اروپایي اتحادیې ویلي دې پېښې حیران کړي. شیرین ابو عاقله د چهار شنبې پر ورځ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په ډزو ووژل شوه.