د اسرائیل ولسمشر لومړی ځل متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی

په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د ښاغلي هرتزوګ هرکلی ته ورغلی و.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د ښاغلي هرتزوګ هرکلی ته ورغلی و.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ لومړی ځل په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته تللی.

د اسرائیل ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلی هرتزوګ نن 'یکشنه ' متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.

په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د ښاغلي هرتزوګ هرکلی ته ورغلی و.

په پام کې ده، ښاغلی هرتزوګ به دې سفر کې له مېشتو یهودي سوداګرو او پانګه والو سره هم وویني.

که څه هم په اسرائیل کې د ولسمشرۍ مقام تر ډېره بریده تشریفاتي حیثیت لري، خو له متحده عربي اماراتو سره د اړیکو ټینګښت په پار د دې هېواد لومړي وزیر نفتالي بېنټ هم تېره میاشت د متحدو عربي امارتو رسمي سفر درلود.

د یادونې ده، چې ۲۰۲۰ کال کې د متحدو عربي اماراتو او اسرائیل تر منځ اړیکي عادي حالت ته وګرځېدل او د دواړو هېوادونو تر منځ دیپلوماتیک تګ راتګ پیل شو.

له مصر او اردن وروسته متحده عربي امارات درېیم عربي هېواد دی چې له اسرائیل سره رسمي دیپلوماتیک اړیکي ټینګوي.

ډېری عربي هېوادونو تر لسیزو پورې له اسرائیل سره پرېکون کړی و او دیپلوماتیک اړیکي یې ورسره نه درلودل.

دوی استدلال کاوه، چې د فلسطین او اسرائیل تر منځ به د شخړې له حل کېدو وروسته له دغه هېواد سره اړیکي ټینګوي.

اسرائیل بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید هم په همدې لړ کې د تېر کال جون کې متحدو عربي اماراتو ته سفر کړی و او متحدو عربي اماراتو تېر کال د اسراییل په تل ابیب کې سفارت رسماً پرانیست.