اسراییل له اماراتو وروسته له بحرین او عمان سره د تړون هیله لري

ایران میں مظاہرہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسراییل-امارات د اړیکو ښه کولو پرضد ایران کې مظاهر

د اسراییل د استخباراتو وزیر وايي، له متحده عربي اماراتو وروسته بحرین او عمان هم هغه دوه هېوادونه دي چې له تل ابیب سره د سولې تړون او اړیکي پیلول غواړي.

تېره پنجشنبه اسراییل او اماراتو د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیلولو خبره وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د اسراییل د استخباراتو وزیر ایلي کوهن له پوځي راډیو سره خبرو کې ویلي، د امارات- اسراییل له تړون وروسته له نورو خلیجي هېوادونو او د افریقا اسلامي هېوادونو سره تړونونه کېږي:

"زما په اند، بحرین او عمان په ایجنډا کې دي، پر دې سربېره، زما د اټکل له مخې راتلونکی کال دا ممکنه ده چې د افریقا هېوادونو سره هم د سولې تړونونه وشي. د دوی په سر کې سوډان دی. "

بحرین او عمان د امریکا په سرپرستۍ د اسراییل-امارات د تړون هرکلی کړی، خو له تل ابیب سره د خپلو اړیکو د پیلولو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو تېرو دوو کلونو کې د عمان او سوډان له مشرانو سره لیدلي او د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې عمان ته هم تللی و.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر هم یوه بیان کې ویلي: "ښاغلي نتنیاهو د کابینې غړو سره خبرو کې هیله ښودلې، چې نور هېوادونه هم ور سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي. "

فلسطین د اسراییل- امارات د سولې تړون "خیانت" بللی او غندلی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له تړون اعلانېدو وروسته د یکشنبې په ورځ اول ځل د دوی د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې سره وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ټلیفوني کرښې پیل شوې، خو له دې مخکې اسراییل ته له امارات ټلیفون ناشونی و.

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۸ کال عمان کې د اسراییل یو چارواکی.

اسراییل پر ۱۹۷۹ کال له مصر او پر ۱۹۹۴ کال له اردون سره د سولې تړون کړی دی.

متحده عربي امارات د نورو خلیجي هېوادونو په څېر له اسراییل سره کوم ډيپلوماټیک او اقتصادي تړون نه درلود.

عمان له ایران او متحده عربي اماراتو سره ښه اړیکي لري او کله هم چې د تهران او ابوظبۍ ترمنځ اړیکي خراب شوي، نو عمان د منځګړي رول لوبولی دی.

بحرین له سعودي سره خورا نږدې اړیکي لري، پر ۲۰۱۹ کال یې یوه امنیتي کانفرنس کې د یوه اسراییلی چارواکي کوربتوب هم کړی و.