متحده عربي اماراتو او اسرائیل د سولې تاریخي هوکړه وکړه

بنیامن نتنیاهو او شهزاده محمد ال نهیان د امریکا په مرسته هوکړه وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters/Getty Images

د عکس تشریح، بنیامن نتنیاهو او شهزاده محمد ال نهیان د امریکا په مرسته هوکړه وکړه.

متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د سولې تاریخي‌ تړون لاسلیکوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو هوکړه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هیله لري‌ چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي.‌

په دې اعلامیه کې راغلي، د دې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي.‌

اسرائیل تر دې دمه له هېڅ کوم خلیجي‌ هېواد سره دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې. خو په سیمه کې د ایران نفوذ د دې سبب شو چې دې دواړو هېوادونو څه موده وړاندې غیر رسمي اړیکې ټینګې کړې.

د ولسمشر ټرمپ د دې اعلان په غبرګون کې لومړي وزیر نتنیاهو پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: "تاریخي ورځ".

په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم ویلي، دا پرېکړه د دیپلوماسۍ او د سیمې د هېوادونو بریا ده.‌

په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو راهیسې دا یوازې دریم ځل دی چې یو عربي هېواد ورسره د سولې هوکړه کوي او د بشپړو دپلوماتیکو اړیکو پر سر هوکړې ته رسېږي.

له دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹ کې او وروسته اردن په ۱۹۹۴ کې ورته پرېکړه کړې وه.

بل لور ته حماس ډلې دا اعلان 'د اسرائیل د جرمونو په مقابل کې یوه ویړیا ډالۍ ' بللې ده چې په وینا یې اسرائیل ته 'د هغو جرمونو او سرغړونو په بدل کې ورکول کېږي چې د فلسطینیانو په حق کې یې کړي دي.

د فلسطین دازادۍ غورځنګ غړې حنان عشراوي: اسرائیلو له امارات سره د اړیکو د عادي کولو په بدل کې له دغه هېواده جایزه تر لاسه کړه.

هغې پر ټویټر لیکلي :

'' اسرائیل ته له دې امله مکافات ورکړل شول چې د ښکېلاک له پیله یې هغه جرمونه نه دي اعلان کړي چې د فلسطینیانو په حق کې یې په ناقانونه توګه کړي دي او اماراتو له اسرائیل سره د عادي اړیکو لرلو له لارې له خپلو پټو معاملو پرده پورته کړه. ''

حنان عشراوي زیاتوي چې '' مهربانۍ وکړئ زموږ لپاره ښه مه کوئ، ځکه موږ د چا لپاره د خټو پزه نه یو. ''