د ټرمپ پلان؛ اسراییل څه ګټي او فلسطنیان څه بایلي؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

فلسطنیان د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر پلان غندي او وايي د دوی په تاوان دی.

دې پلان کې هغه یهودۍ مېنې یا ښارګوټي په رسمیت پېژندل کېږي او رواتوب ور کول کېږي چې نیواکي فلسطین کې جوړې شوې، خو د نړیوال قانون له مخې دا مېنې ناقانونه دي، که څه هم اسراییل پرې دعوه لري.

دې پلان له مخې د فلسطین د تر ټولو ښېرازو سیمو ډېره برخه د اسراییل کېږي او خپل راتلونکي دولت کې اسراییل ته پر لوېدیځه غاړه پوره امنیتي کنټرول په برخه کېږي.

دا یواځې سرلیکونه دي، خو یوه فلسطیني ته هم د منلو نه دي.

د سې شنبې په ورځ له پلان اعلانولو مخکې ان ښاغلي ټرمپ ویلي وو، پوهېږي فلسطیني مشران به دا احساس وکړي چې ولې دا پلان رد کړي.

خو ولې دا پلان بیا هم اعلان شو؟ له ولسمشر ټرمپ سره څه مرسته کوي؟ او اوس ولې اعلان شو؟

نتنیاهو ته ګټه

نوی پلان

د عکس سرچینه، TRUMP TWITTER

د عکس تشریح، د منځني ختیځ د سولې لپاره نوی پلان په نقشه کې

د اسراییل اپوزیسیون مشران هم وايي، دا پلان په داسې مهال وړاندې کېږي چې د مارچ په ۲ دغه هېواد کې ټاکنې دي او دا له اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مرسته ده.

لومړی وزیر نتنیاهو چې د پلان اعلانولو خبري غونډه کې د ولسمشر ټرمپ څنګ ته ولاړ و له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېده.

دا بې مخینې امتیازونه چې ولسمشر ټرمپ خپل پلان سره اسراییل ته ور کړل داسې څه دي چې ښاغلی نتنیاهو یې له سپینې ماڼۍ سره د خپلو نږدې او نفوذي اړیکو په ډول خپل کور کې د ځان په ګټه کارولی شي.

د ټرمپ ادارې چارواکي دا ردوي چې اوس مهال د دې پلان اعلانول د ښاغلي نتنیاهو د ملاتړ لپاره دي.

دوی وايي، د منځني ختیځ لپاره له پلان وړاندې کولو مخکې هم اسراییل کې دوه ځلې بې نتیجې ټاکنې وشوې.

بې شکه د اسراییل لومړی وزیر هیله من دی چې د دې پلان اعلانېدل به یې د بډو، درغلۍ او د باور کمېدو د تورونو او ناسمو خبرونو له امله له محاکمې وژغوري، چې رسنۍ او کیڼلاسي ورپسې دي.

خپله ښاغلی ټرمپ هم په ورته ستونزو کې ګیر دی.

د استیضاح تورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ د خپلو شخصي سیاسي ګټو لپاره په دې خپل واک ناوړه کارولی، چې اوکراین ته یې د سلګونه میلیون ډالرو پوځي مرسته په دې ځنډولې وه، چې د راتلونکو ټاکنو د ممکنه سیال جو بایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په هکله پلټنې وکړي.

ښاغلی ټرمپ ممکن په دې هیله وي چې د پېړۍ تړون په نوم د خپل پلان ډاګیزولو سره به ځان امریکایانو ته د یوه پیاوړي واکمن په توګه وښيي

د امریکا کورنی فشار

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د سپینې کلیسا یا اوینجلیکل عیسويانو پر ۲۰۱۶ کال د ښاغلي ټرمپ لپاره د رایو یوه پیاوړې ټولګه جوړه کړه او تر ۸۰ سلنه رایه یې ورته برابره کړه.

د دوی ډېری غړي باوري دي چې خدای له یهودانو سره د سپېڅلې ځمکې ژمنه کړې او ټوله سیمه کې د دوی واکمنېدلو سره به د عیسا بیا راتللو ته لار برابره شي.

اوس ډونلډ ټرمپ غواړي چې نومبر کې د دوی رایه بیا ترلاسه کړي.

خپله د ټرمپ اداره کې اوینجلیکل هم شته، لکه مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، چې د رپوټونو له مخې د اسراییل د پراختیا غوښتنې هیلو د ملاتړ هڅې یې کړې چې په نوي پلان کې هم روښانه شوې دي.

دا هیلې د امریکا د پخوانیو حکومتونو د هغې نظریې د څنډې ته کولو په مانا دي چې غوښتل یې اسراییل او فلسطنیان څنګ په څنګ دولتونه ولري.

اوینجلیکل عیسویان د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ لوي ملاتړي وو، خو نور داسې کسان هم شته چې غواړي تېرو ټاکنو کې د ټرمپ د ملاتړ بدل وویني او اوس یې دې پلان کې ثمره ویني.

دا هم ايپک یا د اسرایل ملاتړې تر ټولو ځواکمنه ډله ده چې د ښاغلي ټرمپ د منځني ختیځ پلان هرکلی یې کړی او وايي، د ولسمشر هڅې ستايي.

په دوی کې د سپینې ماڼۍ په ختیځه کوټه کې چې پلان هم پکې وړاندې شو، یو هم میګا ډونر یا شېلډن اډيلسن و.

نوموړي د جمهوريپالو خزانې ته لسګونه میلیون ډالر اچولي او د اټکل له مخې یې په ۲۰۱۶ کال د ټرمپ کمپاین سره شل میلون ډالر مرسته کړې ده.

نوموړی د دې خوځښت سخت ملاتړی و چې بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه وپېژندل شي او ان دغه سیمه کې یې د امریکا د سفارت جوړولو د لګښت پرې کولو کې د مرستې وړاندیز کړی و.

د نوي پلان لوستلو کې دا هم راځي چې نوموړي دې برخه کې ولسمشر هڅولی دی.

عباس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ټرمپ د پلان غبرګون کې د فلسطین مشر ویلي، فلسطین د پلورلو لپاره نه دی.

که څه هم دا پلان د نتنیاهو د ملاتړ، له استیضاح ستونزو د پام اړولو، د کورني سیاست لوبولو او یا د یوې نظریې لپاره بلل کېږي، خو خپله هم لوی خطر لري.

دا پلان که اسراییل ته د نیواک پراخولو سرچینه بلل کېږي خو ډېر ته د بدبختۍ سرچینه هم ده.

دا پلان چې فلسطنیانو ته پکې ډېره لږ هیله ور کړل شوې، نو وېره دا ده چې د سیمې توندلاري وپاروي.