اماراتو ته د ایران خبرداری؛ اسرائیل سره اړیکې ټینګول مسلمانانو سره خیانت دی

د عکس سرچینه، EPA
د ایران ولسمشر حسن روحاني له اسرائیل سره د اماراتو اړیکي عادي کول یوه لویه تېروتنه او له مسلمانانو سره خیانت بللی او د ایران لوی درستیز ګوت څنډنه کړې چې له دې وروسته به یې له اماراتو سره چلن بدل وي.
ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، متحده عربي اماراتو په دې کار سره چل کړی او د ده په وینا د اسرائیل لپاره په منځني ختیځ کې د پښې ځای پیدا کول به سختې پایلې ولري.
بل لور ته د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقریي ویلي له دې هوکړې وروسته به د اماراتو په وړاندې د ایران د ملت او پوځ چلن بدل شي.
نوموړي ویلي دا اتړون لوی مصیبت او تاسف وړ دی.
د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ د بشپړو دپلوماتیکو اړیکو د پیلولو اعلان وکړ. ویل کیږی چې د دې تړون هدف په سیمه کې د ایران ضد جبهې پیاوړي کول دي.
ښاغلي روحاني متحده عربي اماراتو ته په خطاب کې وویل : "دوی (امارات) دې احتیاط وکړي، یوه ډېره لویه تېروتنه یې کړې ده، د خیانت یو ګام یې پورته کړی، موږ هیله لرو چې دوی خپله دا تېروتنه احساس کړي او له دې ناسمې لارې را وګرځي".
د ایران ولسمشر وايي د دې هوکړې هدف د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ملاتړ دی، نو ځکه د ده په وینا د دې اړیکو د پيل اعلان له واشنګټن څخه وشو.
د ایران او اماراتو اړیکي ترینګلي دي او د اختلاف یوه موضوع د درې ټاپو ګانو طنب الصغری، طنب الکبری او ابو موسی د ملکیت پر سر دعوه ده.

د عکس سرچینه، Reuters/GETTY IMAGES
ښاغلي روحاني ویلي چې اوس د اړیکو د عادي کولو دا تړون د څه لپاره دی؟ د ده په وینا که "دا تړون ناسم نه وي نو ولي د یوه دریم هېواد له خوا يي اعلان کیږي؟ او هغه هم په امریکا کې؟ دا د دې لپاره چې په امریکا کې ناست یو کس په ټاکنو کې رایې تر لاسه کړي، تاسې له خپل هېواد، خپلو خلکو، مسلمانانو او عربانو سره خیانت کړی".
همدا راز د ایران لوی درستیز اماراتو ته ګوت څنډنه کړې او ویلي یې دي چې امارات به په خلیج کې د هرې پېښې مسؤل وي او که د ایران ملي امنیت ته زیان رسیږي هغه که ډېر لږ هم وي نو مسؤلیت به یې د اماراتو پر غاړه وي.
" اماراتو ته سپارښتنه کوو چې د وخت له تېرېدو وړاندې خپلې دې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي او پر هغې لارې تګ ته دوام ورنکړي چې د سېمې او د دوی ملي امنیت ته زیان رسوي".
د امارات او اسرائيل ترمنځ د اړیکو د پيل ګامونه

د عکس سرچینه، Reuters
ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو او اسرائيل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون رسما راتلونکو څو اونیو کې لاسلیک شي. خو دغو دواړو هېوادونو چې اړیکو یې په سیمه کې غبرګونونه پارولي د عملي همکاري پر لور ځینې ګامونه پورته کړي.
ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې تمه ده نن د اسرائیل د استخباراتو موساد مشر متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. له دې وړاندې ویل شوي وو چې د استخباراتو مشر به لومړنی اسرائیلی چارواکی وي چې اماراتو ته به رسمي او علني سفر کوي.
له دې سره هم مهاله د اسرائیل او امارات ترمنځ پر تلفوني اړیکو لګول شوی بندیز لرې شوی. دا پریکړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د تلفوني اړیکو له ترسره کولو وروسته وشوه.
د اسرائیل د مخابراتو وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اماراتو له خوا پر تلفوني اړیکو بندیز لګول شوی وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو له اعلان یوه ورځ وروسته د اماراتو یوه شرکت د اسرائیلي کمپینو له یوې مجموعې سره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د څېړنو په برخه کې د ګډ کار تړون لاسلیک کړ.
د اماراتۍ کمپنۍ اېپکس او اسرائیلۍ تیرا ترمنځ دا تړون چې پرون په ابو ظبي کې لاسلیک شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې لومړی ګام بلل شوی.










