د اماراتو او اسرائیل هوکړې ته غبرګون: ترکیې او ایران یې مخالفت کړی او بحرین یې هرکلی

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په ابوظبي کې د خپل هېواد سفارت تړلو او له عربي متحده اماراتو سره د خپل هېواد دیپلوماتیکو اړیکو ځنډولو ارزونه کوي.
ښاغلی اردوغان وايي:
''د بهرنیو چارو وزیر ته مې امر وکړ او ورته مې وویل، کولای شو له ابوظبي سره خپل اړیکي وځنډوو یا خپل سفیر بېرته راوغواړو. ''
د ترکیېې بهرنیو چارو وزارت هم د اماراتو دغه پرېکړه غندلې او په وینا یې امارات غواړي د منځني ختیځ اصلي موضوع چې د فلسطین مسئله ده له ایران سره پر مقابله بدله کړي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:
''تاریخ او د سیمې خلکو وجدان د اماراتو ریاکارنه تګلاره نه هېروي او نه یې بښي، چې د خپلو محدودو ګټو لپاره یې د فلسطین له ارمان سره خیانت کړی دی. دا ډېره خواشینونکې خبره ده چې امارات دغه یو لوریز اقدام کوي، چې په ۲۰۰۲ کال کې د عربي هېوادونو ټولنې له لوري د تایید شوي سولې تړونه څنګ ته کېږي. دا چې دغه درې اړخیز اعلان (اسرائیل، امارات، امریکا) د فلسطین خلکو د ملاتړ په نامه یادېږي، هېڅ اعتبار نه لري. ''
ترکیه له اسرائیل سره دیپلوماتیک او سوداګریز اړیکي لري، خو له کلونو راهیسې تاوده نه دي.
د ایران دریځ
بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت له اسرائیل سره د محتده عربي اماراتو سیاسي اړیکو ټینګولو پرېکړه 'د شرم وړ او خطرناکه ' بللې ده.
ایران په فارس خلیج کې د 'هر ډول لاسوهنې ' په تړاو اسرائیل ته د خبرداري په ترڅ کې د 'اماراتو دولت او ملګري دولتونه یې ' د دغې پرېکړې د 'ټولو عواقبو ' مسوول بللي دي.

د عکس سرچینه، Reuters/Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې متحده عربي اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو هوکړه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې تېر ماښام وویل، هیله لري چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي.
په دې اعلامیه کې راغلي، د دې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي.
نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي:
''دا خنجر (ګوزار) چې ناحقه د اماراتو له لوري د فلسطین خلکو بلکې د ټولو مسلمانانو پر شا شوی، برعکس به د مقاومت د محور پر پیاوړتیا تمام شي او د فلسطین خلک به له اسرائیل سره د (اړیکو عادي کول) هېڅ و نه بښي او د فلسطینیانو وینه به ژر یا وروسته د خیانت کارو لمن ونیسي. ''
د سعودي عربستان نژدې اییتلافي هېواد بحرین له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو ته له مخامخ اشارې پرته د اماراتو د پرېکړې هرکلی کړی او د دې توافق لپاره یې د امریکا هڅې ستایلې دی.
د دغه هېواد چارواکي وايي:
''دا تاریخي اقدام په سیمه کې سوله او ټیکاو پیاوړي کوي. ''
هلته په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف عطیبه په یوه اعلامیه کې ''دا توافق سملاسي د احتمالي انضمام او تاوتریخوالي زیاتېدو مخنیوی کوي. دغه توافق د دوو دولتونو تشکیل حل لاره ژوندۍ ساتي چې د عربي هېوادونو ټولنه او نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوي. ''

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې په عبري ژبه وویل:
'' له امریکا سره په بشپړه همغږي، زما د انضمام پروګرام کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. ''
د فلسطین کورواکه ادارې بیا دا توافق 'د امکان تر حده په شوني بڼه ' غندلی او دا یې د فلسطین خلکو پر حقونو 'تېری ' او له هغوی سره 'خیانت ' بللی دی.
اردن چې له اسرائیل سره ګډه پوله او رسمي اړیکي لري وايي:
''د دغه توافق پایله د اسرائیل په تګلاره پورې اړه لري او په ځانګړې توګه د دوو دولتونو حل لارې ته د دغه هېواد په ژمنتیا پورې. ''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ هیله څرګندوي چې دغه توافق به د دوو مستقلو دولتونو بڼې په برالا کولو کې مرسته وکړي.
د دغه سازمان یوه ویندوی په خبره:
''دا د فلسطین او اسرائیل مشرانو لپاره یو فرصت دی چې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو، نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزو هوکړو په لړ کې ګټورې خبرې له سره پیل کړي. ''










