ملګرو ملتونو کابل کې د درملنې پر مرکز د پاکستان برید کې، تر اوسه د ۲۶۹ ولسي افغانانو وژنه تایید کړې

د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۲۶مه، د کابل په عیدګاه جومات کې دویمې ډله ییزې جنازې د مراسمو پر مهال، یو طالب امنیتي ساتونکی ولاړ دی او یوه افغانه مېرمن، سمېره محمدي، د خپل زوی عارف خان په ویر کې ژاړي. عارف خان د پاکستان په هغه هوايي برید کې وژل شوی چې د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۲۶مه، د کابل په عیدګاه جومات کې دویمې ډله ییزې جنازې د مراسمو پر مهال، یو طالب امنیتي ساتونکی ولاړ دی او یوه افغانه مېرمن، سمېره محمدي، د خپل زوی عارف خان په ویر کې ژاړي. عارف خان د پاکستان په هغه هوايي برید کې وژل شوی چې د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز شوی و.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) تایید کړې چې پلازمېنه کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي‌ برید کې څه د پاسه ۲۶۰ تنه ملکي‌ کسان وژل شوي دي.

د یوناما یوه ویاند بي بي سي ته وویل "افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ، د مارچ پر ۱۶مه د امید په نامه د روږدو درملنې پر مرکز شوي‌ هوايي‌ برید کې، تر اوسه د لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړو مړینه او د ۱۲۲ نورو ژوبلېدل معلوم کړي."

یوناما زیاتوي چې د مړو شمېر ښايي له دې هم‌ ډېر وي. د دوی په وینا پلټنې روانې دي‌ او ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې په دې تړاو تازه معلومات خپاره کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ وړاندې په خپلو لومړنیو پلټنو کې د ۱۴۳ ولسي وګړو وژل تایید کړي و خو د طالبانو حکومت د ولسي وګړو د مړینې شمېر څه د پاسه ۴۰۰ ښېي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د برید پړه پر پاکستان اچوي، خو پاکستان ادعا کوي چې پوځي تاسیسات یې په نښه کړي او د درملنې دا مرکز د چاودېدونکو توکو په چاودنو کې ویجاړ شوی دی.

دوی اوس روسیې ته وړاندیز کړی چې د دغو ادعاوو او د پېښې د ځای ارزونې لپاره خپل یو مسلکي ټیم واستاوي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین بي بي سي ته وویل "له روسیې سربېره دا غوښتنه د بشري حقونو او له نورو نړیوالو ادارو هم شوې."

بنیټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او پاکستان په وروستي کړکېچ کې په کابل کې د "امید" په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید، یوه تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

هغه څه چې د څارونکو، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پام یې ځان ته اړولی، دې پېښې ته د نړیوالو غبرګونونو خورا ټیټه کچه ده.

ښاغلي بېنېټ بې بې سي ته وویل "کله چې په ایران کې امریکايانو یو ښوونځی بمبار کړ، ډېر غږونه پورته شول چې باید همداسې وي، او د بشري حقونو شورا پر هغې موضوع ځانګړې غونډه جوړه کړه. خو د کمپ فینیکس پر روغتیايي مرکز ورته برید ته تقریبا هېڅ نړیوال غبرګون نه و."

هغه زیاتوي چې دا نسبي چوپتیا د اندېښنې وړ ده او خبرداری ورکوي چې ورته د پام نشتوالی کولی شي د داسې پېښو تکرار ته لاره هواره کړي. هغه د دې برید په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، پاکستان هڅه کوي چې په نړیواله کچه ځان د نړیوالو شخړو د منځګړیتوب له لارې د یوه مهم ډیپلوماتیک لوبغاړي په توګه مطرح کړي.

په افغانستان کې ځینې بیا پر دې باور دي چې همدا رول د دې لامل کېدای شي چې د پاکستان پوځي اقدامات او په افغانستان کې دننه د هغو پایلې له پامه ولوېږي او له ځواب ویلو پرته پاتې شي.

د برید په ځای کې، روایتونه لا هم د ژور درد کیسې کوي. ژوندي پاتې شوي کسان د داسې صحنو یادونه کوي چې تصور یې هم سخت دی.

خو پر دغه برید سربېره د کابل په ګډون د افغانستان په نورو برخو کې هم ملکي وګړي په هوايي بریدونو کې مړه او ټپيان شوي او هغه کورنۍ چې کورونه یې ویجاړ شوي، وايي چې ژوند یې بشپړ نړېدلی.

د نړیوالو چارو کارپوهان خبرداری ورکوي، کله چې یو هېواد د نړیوال پام له محوره وځي، د څارنې او ځواب ویلو میکانیزمونه هم ورسره کمزوري کېږي.

کابل کې د "امید" په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید، یوه تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
د عکس تشریح، کابل کې د "امید" په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید، یوه تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

د نړیوالو چارو شنونکی ملک ستیز وايي، "افغانستان د امریکا او اروپا په ګډون د نړۍ د مهمو لوبغاړو له نظره پرېوتی او په مقابل کې پاکستان په دې وروستیو کې ډېر امتیازات اخیستي او دا لامل شوی چې پاکستان په افغانستان کې د هر ډول سرغړونو په اړه باجرأته شي".

خبریالان او څارونکي هم وايي، افغانستان ډېری وخت د لویو کړکېچونو تر سیوري لاندې راځي، او همدا لامل دی چې حتی خونړۍ پېښې هم له پامه لوېږي.

د پاکستاني چارواکو او د طالبان حکومت په دې اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په داسې حال کې چې ډیپلوماتیک رولونه او نړیوالې معادلې د بدلون په حال کې دي، په افغانستان کې ډېر کسان اندېښمن دي چې د دې بدلونونو بیه به ملکي وګړي پرې کړي.

د هغوی لپاره خطر یوازې هوايي بریدونه نه دي، بلکې دا هم دی چې دا بریدونه به پرته له پام او ځواب ویلو، په یو عادي واقعیت بدل شي.