امارات او اسرائیل په ګډه اوبتل ضد پوځي بېړۍ جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو او اسرائیل په ګډه له لرې د کنټرولیدونکو اوبتل ضد بیړیو جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا بېړۍ د پوځي او هم د سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي.
دا تړون د اماراتو او اسرائیل د وسلې تولیدوونکو دولتي پوځي شرکتونو نن پنجشنبه ( د نومبر ۱۸مه) په دوبۍ کې د الوتنې نړۍ وال نندارتون پر وروستۍ ورځ لاسلیک کړ.
دا له کله چې تېر کال اماراتو او اسرائیل د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د پيلولو تړون لاسلیک کړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو له تر ټولو مهمو دوه اړخیزو تړونونو دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب پیل شوې.
د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ اړیکې د ابراهیم هوکړه په چوکاټ کې پيل شوې دي. ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د ابراهیم هوکړې له مخې به مسلمانان وکولی شي الاقصی جومات ته ولاړ شي او په بیت المقدس ښار کې تاریخي ځایونه وګوري. الاقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله او بیت المقدس د مسلمانانو لپاره یو مقدس ځای دی.
په دوبۍ کې د الوتنې د نړۍ وال نندارتون پر وروستۍ ورځ د متحده عربي اماراتو دفاعي شرکت ایډج ( EDGE ) په یوه بیان کې وویل چې د اسرائیل د دفاعي تولیداتو له ( IAI ) یا الوتنې صنعت کمپنۍ سره یې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. دې بیان کې ویل شوي چې د دې تړون له مخې له لرې کنټرولیدونکې بېړۍ جوړیږي چې اوبتلونه په نښه کولی شي او په سمندر کې ماینونه هم له منځه وړلی شي.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو ویلي دا بېړۍ په سوداګریزو برخو کې لکه د تیلو او ګاز کشفول او د نورو موخو لپاره لکه د هوا د ککړتیا څارنه او د ژغورنې عملیاتو کې هم کارول کېدای شي.
اماراتي شرکټ ایډج ویلي دا هوکړه به د دې کمپنۍ لپاره د سیمه ییزو او نړۍ والو بازارونو دروازې پرانیزي.
د اماراتو او اسرائیل ترمنځ د عادي اړیکو له پيل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او نورو برخو کې ګڼ تړونونه لاسلیک شوي دي.
متحده عربي امارات لومړنی خلیجي هېواد و چې له ا سرائیل سره یې بشپړې اړیکې پيل کړې. وروسته بل خلیجي هېواد بحرین هم له اسرائیل سره بشپړې دیپلوماتیکې ا ړیکې پیل کړې.
له اسرائیل سره د دې هېوادونو د اړیکو پیل په سیمه کې غبرګونونه وپارول. په تېره د ایران غبرګون چې تر ټولو تریخ و.
ایران چې متحده عربي اماراتو ته نږدې موقعیت لري د دې اړیکو د پيل غندنه وکړه او د دغه هېواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د اماراتو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو پيل خیانت وباله.
له بحرین او اماراتو پرته دوه نور عربي هېوادونه مصر او اردن هم له اسرائیل سره بشپړې اړیکي لري.









