ګوتېرش: د 'شېرین ابو عاقله' وژونکو سره دې حساب وشي

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي لوېديځه غاړه کې د الجزیزې تلویزیون د یوې باتجربه خبریالې 'شېرین ابو عاقله' وژل کېدو حیران کړی دی.
د ښاغلي ګوتېرش له ادرسه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې "اړوند چارواکي دې د دې پېښې په تړاو خپلواکې او رڼې څېړنې وکړي او دا دې ډاډمنه کړي چې له عاملانو سره یې حساب کېږي."
په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې "سرمنشي پر ژورنالیستانو ټول بریدونه او د هغوي وژل غندي او پر دې ټینګار کوي چې خبریالان باید هېڅکله د تاوتریخوالي هدف ونه ګرځي."
له دې سره هممهاله د امریکا متحدو ایالتونو هم د دې فلسطینۍ - امریکایۍ خبریالې وژنه غندلې او هغه یې افسانوي خبریاله بللې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پر ټویټر لیکلي چې د ابو عاقله له وژل کېدو او د پروډیوسر له ټپي کېدو یې خبرېدو امریکایان خواشیني کړي دي.
نوموړې زیاته کړې "موږ د هغې کورنۍ او ملګرو ته د زړه له تله تسلیت وايي او وژنه یې په کلکه غندو."
د الجزیرې تلویزیون دغه خبریاله د چارشنبې پر ورځ په ډزو ووژل شوه.

د عکس سرچینه، EPA
الجزیره وايی، ۵۱ کلنه خبریاله شیرین ابو عاقله اسرائیلي پوځیانو په "رڼا ورځ" او "قصدآ" وژلې. د نوموړې پروډیوسر یا خبر جوړونکی هم په ډزو ویشتل شوی خو ټپي دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي "شونې" ده چې دوی د ځوابي ډزو پر مهال د فلسطینیو وسلوالو لخوا ویشتل شوي وي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې د اسرائیلیو پوځیانو او فلسطینیانو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی.
د فلسطین ولسشمر د دې پېښې بشپړ مسوولیت د اسرائیلو پر حکومت اچوي او دا یې یو "وژونکی جرم" بللی.
اسرائیلیو پوځي چارواکو ویلي ځواکونو یې د جېنېن سېمې د کډوالو پر یوه کمپ چاپه وهلې وه چې په وینا یې "شکمن ترهګر" یې په نښه کړي.
دوی وايي: "د چاپې پر مهال ګڼو فلسطینیو وسلوالو پر اسرائیلیو پوځیانو ډزې وکړې او چاودېدونکي توکي یې ورګزار کړل. اسرائیلیو پوځیانو هم وسلوال په نښه کړل او ځوابي ډزې یې پرې وکړې."
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، شیرین ابو عاقله د خبریالۍ پر مهال په سر ویشتل شوې وه. ډېره ټپي وه چې روغتون ته یوړل شوه او وروسته بیا ومړه.

د عکس سرچینه، Reuters
یو بل فلسطینی خبریال علي سمودي چې الجزیرې سره کار کوي، ویشتل شوی خو روغتیايي حالت یې اوس ښه دی.
ښاغلی سمودي د پېښې په اړه وايي: "موږ د اسرائیلي پوځیانو عملیاتو عکاسي کوله او بیا یې سملاسي پر موږ ډزې وکړې، پرته له دې چې له موږ وغواړي چې عکاسي بنده کړو یا سیمه پرېږدو. لومړۍ مرمۍ پر ما ولګېده او دویمه مرمۍ پر شیرین ولګېده."
نوموړي زیاته کړه: "د پېښې ځای کې د فلسطینیانو له اړخه هېڅ ډول وسلواله مبارزه نه وه."
الجزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې اسرائیلی حکومت او پوځ یې "په لوی لاس" د خبریالانو په "نښه کول او وژل" وپوښتي او مسول یې وګڼي.
د فلسطین ولسشمر محمود عباس پر خبریالانو دا برید په کلکو ټکو غندلی او ادعا یې کړې چې دا د "یرغلګرو ځواکونو تګلاره ده چې خبریالان په نښه کړي، د رېښتیا او حقیقت غږ غلی کړي چې د دوی جرمونه پټ پاتې شي."
د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ بیا ولسمشر محمود عباس تورن کړی چې ګواکې "بې بنسټه تورونه" پورې کوي.
اسرائیلو کې د امریکا سفیر ټام نایډز د اغلې ابو عاقله پر وژنې خواشیني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې د پېښې جدي پلټنه دې وشي.

د عکس سرچینه، EPA
ابو عاقله د الجزیرې یوه له وتلیو څېرو او په نړیواله کچه پېژندل شوې خبریاله وه.
د نوموړې همکارې ندا ابراهیم ویلي، شیرین ابو اقلا یوه منل شوې همکاره وه چې ټولو یې درناوی کاوه او د وژنې خبر یې د ټولو لپاره ټکان ورکوونکی و.
د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د وروستیو اوونیو تاوتریخوالی کې لږ تر لږه ۱۷ اسرائیلیان او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي.






















